ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښار په یوه جومات کې چاودنې یو تن وژلی ، ۲۰ یې ټپیان کړي

5 Jul 2019 - 21:21
5 Jul 2019 - 21:21

غزني ښار (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۸) : د غزني ولایت په یوه جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۲۰ ټپیان دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د چنګاښ  په ۱۴ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې چاودنه نن ماښام لمانځه پر مهال د ښار اړونده د خاک غریبا سیمې په محمدیه جومات کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې ماین په جومات کې ځای پر ځای شوی و او د لمانځه پر مهال ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

نوري وویل، چې په دې پيښه کې  ۲۱ تنه ټپیان شوي، چې درې سخت ټپیان کابل ته لیږدول شوي دي.

د روغتون رییس ډاکټر نور الله پژواک ته وویل، چې دوی ته یو شمیر ټپیان راوړل شوي وو، چې یو ټپي په روغتون کې ساه ورکړه.

ددې چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version