ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو سړکونو په جوړېدو کې ځنډ خلک له ستونزو سره مخ کړي

7 Jul 2019 - 15:46
7 Jul 2019 - 15:46

جلال اباد (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار  د  مرکز  جلال اباد ښار د اتمې ناحيې د  قاسم اباد او د بهسودو پل دواړو خواوو ته د جوړېدونکو سړکونو د کارونو ځند ځايي خلک له ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي چې چارې يې چټکې شي.

دوی دغه راز د قاسم اباد نوي جوړېدونکي سړک په اوږودو کې د کورونو او  ځمکو د استملاکي چارو د پيل غوښتنه هم کوي او وايي خلک په خپله خوښه ساحې ته  پرېږدي؛ خو بايد بديل يې ورکړل شي.

بلخوا ځايي چارواکي وايي چې د سړک کارونه د ځينو تخنيکي ستونزو له امله په ځنډ روان دي؛ خو تر ټاکلې مودې به سرته ورسېږي.

د بهسودو پول چې د ننګرهار د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې، د بهسودو، کامې، ګوشتې، ښېوې او دره نور ولسواليو او د کونړ او نورستان ولايتونو خلک پرې تګ راتګ کوي، له تېرو شپږو کلونو راهېسې پخوا د پول د جوړېدو او اوس د پول دواړو خواوو ته د سړک خرابوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي.

دغه راز د بهسودو له پل د بهسودو ولسوالۍ تر عبدالخېلو تنګي پورې د څلوېښت متره سړک جوړېدو چارې هم له کلونو راهيسې پيل شوې چې لا هم ټکنۍ روانې دي.

د بهسودو ولسوالۍ د دامان سيمې يوه اوسېدونکي عبدالظاهر پژواک اژانس ته وويل، د بهسودو پول دواړو خواوو ته تر سل متره کم سړک دی؛ خو نه يې د جلال اباد ښاروالۍ او نه يې هم د دغه ولايت د ټولګټو اداره غم خوري.

دی زياتوي، هره ورځ سلګونه ناروغان د پول څخه د تېرېدو پرمهال په ګڼه ګوڼه کې بند پاتې کېږي او لا يې دردونه زياتيږي چې کله ناکله په کې يو شمېر ناروغان د مرګ تر حده هم رسېږي.

يوه موټر چلوونکي انصارالله پژواک ته وويل، تل يې موټر د پول دواړو خواوو ته د سړک د خرابوالي له امله خرابېږي او دغه راز يې تګ راتګ هم له ځنډ سره مخ وي.

بلخوا د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد د څلوېښت متره سړک په اوږدو کې پراته خلک وايي چې له يوې خوا د سړک کارونه په ځنډ روان دي او له بلې خوا د خلکو د ځمکو او کورونو د استعملاک برخه کې هم اقدام نه دی شوی.

سيدالرحمن چې پر کور يې د سړک نقشه راغلې، له پژواک سره خبرو کې وويل چې  پر ځمکې سربېره يې پر کور تر ۲۰ لکه ډېرې افغانۍ مصرف کړې؛ خو اوس ورته چارواکو لا د ځمکې بديل هم نه دی ورکړی.

دغه راز د فريدالله په نوم يو ځايي هټۍ وال وايي، د قاسم اباد د څلوېښت متره سړک د کارونو ځنډ ځايي خلک له ستونزو سره مخ کړي.

دی وايي: ((لاره خرابه شوې، هره ورځ ګردونه وي، نه ترې څوک په کور کې په ارام دي او نه هم په دوکان کې، زموږ غوښتنه ده چې ژر تر ژره دغه سړک پوخ شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version