کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۸) : د کرکټ نړیوال جام پای لوبه د انګلستان او نیوزیلینډ ترمنځ مساوي پای ته ورسیده ا، خو په سوپر اوور کې انګلستان وګټله.
د افغانستان په ګډون د لسو هیوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ د یوه ورځني کرکټ نړیوال جام سیالۍ تیره میاشت په انګلستان کې پیل شوې وه.
ددې سیالیو پای لوبې ته انګلستان او نیوزیلینډ لوبډلو لاره موندلې وه، انګلستان په نیمه پای لوبه کې ې اسټرالیا او نیوزیلینډ اسټرالیا ته ماتې ورکړه.
د پای لوبې پچه نیوزیلینډ وګتله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دا چې پای لوبه د فشار لوبه وي، نو د نیوزیلینډ لوبغاړو په احتیاط سره لوبه کوله او دې سره یې په وقفه یی توګه خپل لوبغاړي هم له لاسه ورکول.
د نیوزیلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۴۱ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ.
د نیوزیلینډ له لوري نیکولس ۵۵ او لیتم ۴۷ منډې جوړې کړې او د انګلستان له لوري ووکس او پلنکیټ درې درې لوبغاړي وسوځول.
دانګلستان لوبډلې هم د هدف ترلاسه کولو لپاره په ډیر احتیاط لوبه پیل کړه، خو د ډیر احتیاط له امله یې لوبغاړي لاسه ورکول، تر سلو منډو د انګلستان څلور لوبغاړي سوځیدلي وو، خو پر دې مهال سټوکس او بټلر په زړه پورې لوبه وکړه او منډې یې تر ۲۰۰ واړولې، پر دې مهال بټلر او ورسره درې نور لوبغاړي وسوځیدل.
په وروستي اوور کې انګلستان ته د ګټلو لپاره ۱۵ منډې پکار وې، چې د سټوکس د ښې لوبې له امله یې ۱۴ ترلاسه کړې او دغه راز دا لوبه مساوي پای ته ورسیده.
د کرکټ د نړیوالې شورا د قانون له مخې ددواړو لوبډلو ترمنځ د یو یو اوور وروستۍ لوبه وشوه، انګلستان لومړۍ توپوهنه وکړه، سټوکس او بټلر راووتل او دواړو ۱۵ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته یې د ۱۶ منډو هدف ورکړ.
د نیوزلینډ لوبډلې په شپږو توپونو ۱۵ منډې وکړې چې بیا هم لوبه مساوي شوه، خو د کرکټ د قوانینو له مخې دا چې انګلستان په دې ټوله لوبه کې ډیرې شپږیزې او څلوریرې وهلې وې، نو اتله لوبډله اعلان شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن