ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: لوګر او پکتيا کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي

14 Jul 2019 - 17:11
14 Jul 2019 - 17:11

پل علم- ګردېز (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨): د لوګر او پکتيا ولايتونو امنيتي مسوولين ادعا کوي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پرمهال ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور   ټپيان شوي دي.

لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لوا وياند احمد شکيل تسل د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته بهرنيو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د چوڼې په سيمه کې د طالبانو پر يوه مرکز هوايي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((په وژل شويو کې د دوى مهم غړي هم شامل دي، دلته دوى را ټول شوي ترڅو د وران کارو کارونو لپاره پلان جوړ کړي، خو د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد ښکار شول.))

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودولو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي کې بمبار شوى او لس طالبان په کې وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتېژيکو اړيکو او عامه چارو سرپرست امر تورن ايمل خان پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو په جاني خېلو ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version