کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٨): حکومت وايي چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې رئیسه او د دغه بنسټ ۸ تنه نوي غړي وټاکل شول.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې بيان شوى چې له ارګ څخه خپره شوې ده.
تردې مخکې دغه دنده سيما سمر له تېرو اتلسو کلونو راهيسې په غاړه لرله.
له بلې خوا د ولسمشر له خوا په منظور شوي فرمان کې د شهرزاد اکبر، اسدالله یوسفي، بنفشې یعقوبي، محمد ایوب یوسفزي، سید احسان خلیق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیې صیاد نومونه د افغانستان د بشر حقونو د کميسيون د نويو غړو په توګه معرفي شوي دي.
د دې کسانو له ډلې يو تن پژواک ته تاييد کړه چې نوموړى د ياد شوي کميسيون د غړي په توګه ټاکل شوى دى.
يوې حکومتي سرچينې بيا پژواک ته ويلي چې د دې کسانو له جملې شهرزاد اکبر چې د امنيت شورا مرستياله وه، د بشر حقونو د خپلواک کميسيون د مشرې په توګه غوره شوې ده.
د يادونې ده چې د ملي يووالي حکومت مشرانو څه موده مخکې د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون د کمشنرانو لپاره له يو شمېر کسانو انټرويوګانې اخيستې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن