میمنه (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٨): د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او درې نور یې ټپیان کړي، بلخوا په دایکنډي ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو امنیتي منسوب مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د مطبوعاتو مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل، ماین طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ په تحت بلوڅ کلي کې د امنیتي سرتېرو لپاره ځای پر ځای کړی و.
سرچینې زیاته کړې، یاده پېښه د هغو ماشومانو د لوبو پر مهال رامنځته شوه چې عمرونه یې د اتو او ۱۲ کلونو ترمنځ وو چې له امله یې یو ماشومان وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د سیمې اوسېدونکي خال محمد ومنله چې په چاودنه کې یو ماشومان وژل شوی او درې نور ټپیان دي او ټول ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.
بلچراغ ولسوالي له سقوط یو کال وروسته پنځه اوونۍ مخکې بېرته دولتي سرتېرو ونیوله چې اوس په کې سلګونه امنیتي سرتېري پر عملیاتو بوخت دي.
د یو بل خبر له مخې، په دایکنډي ولایت د ترافیکي پېښې له امله یو امنیتي منسوب مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دایکنډي د امنیتي مسوولينو په خبره، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي سرتېرو یو هاموې ټانک د نیلي ښار په شیش کلي کې له سړکه ووت.
سرچینې په دې تړاو جزيیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې یو امنیتي سرتېری مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن