جلال اباد (پژواک، ۱ زمری ۹۸): نورستان کې د بيارغونې، اوبو لګولو، زيربنا، برېښنا او يو شمېر نورو برخو کې د ۱ اعشاريه ۵ ميليارده افغانيو په لګښت د ګڼ شمېر پروژو کارونه پيل شول.
ددغو پروژو پرانيسته د زمري په لومړۍ نېټه نورستان ته د کليو پراختيا، ماليې، د اوبو او برېښنا او لوړو زده کړو وزيرانو او د ترانسپورټ وزارت معين د سفر پرمهال وکړه.
د نورستان د والي وياند سعيد مومند د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، يادو وزيرانو دغه ولايت ته د خپل سفر موخه د خلکو ستونزې له نږدې اورېدل، د پروژو د چارو پيل، له ترسره شويو کارونو څارنه او راتلونکي کې د نورو پروژو لپاره د زمينې برابرول دي.
مومند زياتوي،نن دغه ولايت ته د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د ماليې وزير همایون قیومي، د لوړو زده کړو وزیر عبدالتواب بالا کرزي، د اوبو او برېښنا وزير محمد ګل خلمي او د ترانسپورټ وزارت معین امام محمد وریماج ورغلي وو.
دی وايي، يادو وزيرانو د ۱ اعشاريه ۵ ميليارده افغانيو په لګښت د ګڼو پروژو پرانېسته وکړه چې په وينا يې د دغه ولايت د خلکو تر ټولو لويې ستونزې به حل کړي.
د مومند په وينا، په دغه پروژو کې د کونړ- پارون د لویې لارې ۲۳ کیلو متره قیر سړک جوړول، د ورزش لپاره د لوبغالي جوړول، د دوه انتظار ځایونو جوړول، له مرکز پارون څخه دوه شرقي ولسوالیو کامدېش او برګي مټال پر لور د ۲۵ کیلو متره سړک رامنځته کول، په مرکز کې د لوی جامع جومات جوړول او د پارون بازار سړک د دويمې کانکریټي برخې جوړول شامل دي .
دی وايي، د دغو پروژو کارونه به کاري حجم ته په کتلو په بېلابېلو وختونو کې بشپړ شي چې خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو سربېره به ګڼو نورستاني ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
بلخوا د نورستان ولايت اوسېدونکي د دغو پروژو د کارونو له پيل څخه خوښ دي؛ خو په چارو کې د کيفيت او روڼتيا غوښتنه کوي.
د ولايتي شورا رييس انجنير سعدالله پاينده زوی پژواک ته وويل، ټولې پروژې د خلکو د اړتيا مطابق پيل شوې دي؛ خو بايد کيفيت ته يې ځانګړې پاملرنه وشي.
نورستان په ختيځ کې لرې پروت غرنی ولايت دی چې اوسېدونکي يې د ژوند له ډېرو لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن