ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال ډنفورډ: د سولې خبرو مو نظامي ماموريت کې بدلون نه دى راوستلی

25 Jul 2019 - 11:13
25 Jul 2019 - 11:13

کابل (پژواک، ٣ زمری ٩٨): لوړپوړى نظامي امريکايي چارواکي جنرال ډنفورډ ويلي چې د سولې له روانو هڅو سره سره په افغانستان کې د دوى نظامي ماموريت کې کوم بدلون نه دى راغلى.

د امريکا د دفاع وزارت له خوا د چنګاښ په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندان جنرال ډنفورډ پرون ناوخته کابل ته را رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه به په افغانستان کې د ناټو د قوماندان تر څنګ له افغان ملکي او پوځي چارواکو سره پر امنيتي موضوعاتو سلا مشورې او خبرې وکړي.

نوموړي کابل ته د سفر پر مهال په لاره کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې له طالبانو سره د امريکا د خبرو اترو له امله په افغانستان کې د دوى په نظامي ماموريت کې بدلون نه دى راغلى.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د اتم پړاو خبرو لپاره روان شوى او لومړى کابل ته رسېدلى دى.

جنرال ډنفورډ چې يو وخت په افغانستان کې د ناټو قوماندان هم و، ويلي، غواړي په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال مېلر ته ډاډ ورکړي چې ټولې اړتياوې يې ورته برابروي.

د هغه په وينا، غواړي چې په تلې مياشت کې د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د پوځي عملياتو نبض معلوم کړي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د سولې له روانو هڅو سره سره په افغانستان کې د دوى نظامي ماموريت کې بدلون نه دى راغلى. جنرال مېلر او ټيم يې له طالبانو سره په جګړو بوخت دي او له افغان ځواکونو سره مرستې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version