ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونه تر راتلونکو درېیو ورځو پیلېږي

25 Jul 2019 - 16:27
25 Jul 2019 - 16:27

 

کابل (پژواک، ۳ زمری ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبر ورکوي چې تر راتلونکو درېیو ورځو به د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونه پیل شي او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان یې د قانون په مراعاتولو مکلف ګڼلي او ګواښ یې کړی چې له سرغړوونکو نوماندانو سره به قانوني چلند وشي.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان کولای شي د دوو میاشتو (زمري له پنځمې د تلې تر درېیمې) لپاره خپلو ټاکنیزو مبارزو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال دې ته په اشاره چې د ولسمشرۍ ټاکنو د رسمي کمپاینونو پیل ته درې ورځې پاتې دي، وویل، نوماندان او پلویان یې حق نه لري چې د یو بل په کمپایني ناستو کې لاسوهنه، مزاحمت او خنډونه جوړ کړي.

هغې له نوماندانو وغوښتل چې خپل ټاکنیز کمپاینونه د هېواد له نافذه قوانینو سره سم ترسره کړي، پرته له دې به ورسره قانوني چلند وشي.

د کمېسیون له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټولو قوانینو او مقررو ته احترام، د رښتینولی اصل، د شخصیتونو د احترام اصل، د بې طرفۍ د اصل په حدودو کې سیاسي ازادي، د تبلیغاتو د وخت د مراعاتولو، د نوماندانو او ګوندونو د مالي دوران د بشپړ مالي راپور وړاندې کول او د کمپاین د وخت په پام کې نیول د نوماندانو لپاره اصول بللي او له دوی یې وغوښتل چې پورته مواردو ته جدي توجه وکړي.

د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي، د تبلیغاتو تخریب، د ناستو مزاحمت او ګډوډول، د ډار او وېرې رامنځته کول، د ناقانونه کړنو لپاره د رایې ورکوونکو تحریک، د تبلیغاتو لپاره د بهرنیو مرستو ترلاسه کول او د ټاکنو کمېسیون له خبرېدو پرته د داخلي مرستو او لارښوونو ترلاسه کول تبلیغاتي بندیزونه دي او باید ډډه ترې وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي به دې ناسته کې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاینونو وخت ۶۰ ورځې دی او له ټاکلي وخت مخکې او وروسته د ټاکنیزو کمپاینونو ترسره کول ټاکنیزه سرغړونه بلل کېږي او باید ډډه ترې وشي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((تر اوسه هېڅ نوماند د بل نوماند په تړاو له ټاکلي وخت د مخکې کمپاین په اړه شکایت نه دی ثبت شوی، خو موږ خپله ورته سپارښتنه کړې چې له وخت مخکې له ټاکنیزو کمپاینونو ډډه وکړي.))

بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي سید قطب الدین رویدار وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو ځينو نوماندانو د نورو نوماندانو لخوا دوی ته د سپکاوي شکایتونه ثبت کړي او شکایتونه یې تر څېړنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ټاکنو کمېسیون هم راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی. دغه راز تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیتي خوندیتوب لپاره امنیتي طرحه جوړه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version