ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تقویتي نوم لیکنې په بهیر کې مشکلات، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لویه ستونزه ده

27 Jul 2019 - 19:38
27 Jul 2019 - 19:38

کابل (پژواک، ۵ زمری ۹۸): پر ټاکنو دوو څارونکو بنسټونو د رایه ورکوونکو د تقویتی نوم لیکنې په بهیر کې د کوچنیانو ثبتول او له جعلي تذکرو څخه ګټه اخیستل د ولسمشرۍ ټاکنو په وړاندې لويې ستونزې وبللې.

د تقویتي نوم لیکنې لړۍ چې د روان کال غبرګولي د میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او د چنګاښ د میاشتې په ۸ مه له غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې پای ته ورسېدې، ۴۴۷ زره تنو په کې نوم لیکنه کړې ده.

د افغانستان دڅار آزاد بنسټ(فوا)  او د افغانستان د ټاکنو پر روڼوالي د څار بنسټ (ایتوا) نن د ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې له لړۍ څخه د خپلو لیدنو پایلې په ګډه خبري غونډه کې له رسنیو سره شریکې کړې.

یادو دوو بنسټونو د ۹۰ څارونکو اود سیاسی ګوندونو او نوماندانو څلوېښتو استازو په واسطه په ۲۲ ولایتونو کې د دې لړۍ د ستونزو او اندېښنو په اړه خبرې وکړې.

د فوا بنسټ مشر مبین الله ایماق په دې ناسته کې وویل چې د یادو دواړو بنسټونو لیدنې ښيي چې ځینې ستونزې لکه د کم عمره کوچنیانو ثبتول، د جعلي تذکرو شتون، د بایومتریک د ماشینونو نه شتون او په دې لړۍ کې د روڼوالي نه شتون موجود وه. 

نوموړي د رایه ورکوونکو په تقویتي نوم لیکنه کې ستونزې د ولسمشرۍ ټاکنو په وړاندې ستونزې وبللې.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نظر ورکوونکو ۱۷ تنو ویلي دي چې په تقویتي نوم لیکنه کې د کم عمره کوچنیانو د ثبتونې ليدونکي دي او ۲۵ تنو نورو بیا په دې لړۍ کې د جعلي تذکرو له کارونې څخه د سترګو لیدلى حال له یادو دوو بنسټونو سره شریک کړي دي.

نوموړي وویل چې ۱۹ تنو نورو په خپلو نظرنو کې یادو بنسټونو ته ویلي چې د کمېسیون کارکوونکي د بېطرفۍ اصل نه مراعت کاوه.

وړاندیزونه:

د ایتوا یا د افغانستان د ټاکنو پر روڼوالي د څار ادارې مشر حبیب الله شینواري وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د تقویتي نوم لیکنې شمېرې له جزئیاتو سره د کمېسیون په وېبپاڼه کې خپرې کړي؛ ځکه چې اعلان شوې شمېرې د اعتبار وړ نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version