کابل (پژواک، ۵ زمری ۹۸): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنو له نوماندانو غوښتنه وکړه چې د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال دې وضع شوي اصول په پام کې ونيسي او که د کمپاين پرمهال د نوماندانو له لوري سرغړونه وشي، اړين لاسرسی به ورته وشي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۸ نوماندانو رسمي کمپاين سبا (يکشنبه) له ټاکنيز مهالوېش سره سم پيل شي او د ۶۰ ورځو لپاره (د زمري له ۶مې د تلې تر ٥ مې) ټاکنيز کمپاين کولی شي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشرې زهرې بيان شينوارې چې نن يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مشر سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل چې له ټاکنيز مهالوېش سره سم، سبا (د زمري ۶مه) به د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو کمپاين په رسمي ډول پيل او تر ۶۰ ورځو به دوام وکړي.
نوموړې زياته کړه: ((د ټاکنو قانون د ۷۷يمې مادې په لومړۍ، دويمه، درېيمه او څلورمه فقره او د ۹۷يمې مادې د لومړۍ فقرې پر بنسټ، نوماندان او سياسي ګوندونه اړ دي څو ټاکنيز وضع شوي اصول په پام کې ونيسي.))
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ياد چارواکي په وينا، قوانينو او مقرراتو ته درناوی، صداقت، اشخاصو ته د درناوي اصل، د قانون په چوکاټ کې سياسي ازادۍ، رسنيو ته په برابر ډول لاسرسی، مالي او تبليغاتي امکاناتو ته د اطلاعاتو لاسرسی، بې پرېتوب، د مطبوعاتو او رسنيو د خپلواکي اصل او د تبليغاتو مودې په پام کې نيول په يادو موادو کې وضع شوي رفتاري اصول دي.
دغه راز نوموړې زياته کړه چې په تبليغاتي غونډو کې د رسنيو ازادي، د نوماندانو او ګوندونو د بشپړ مالي راپور وړاندې کول، د ټاکنيز کمپاين له ټاکلې مودې سرغړونه، په عمومي واټونو کې تبليغات، د نورو نوماندانو د کمپاينونو او غونډو ګډوډول، د نورو ډارول، غيرقانوني کړنو ته د رايه ورکونکو هڅول د ټاکنيز کمپاين مودې له رفتاري اصولو څخه دي.
هغې په دوام وويل چې په پوځي ځايونو کې د تبليغاتو ممنوعيت، د تبليغاتو لپاره له بهره د پيسو ترلاسه کول، د ټاکنو کمېسيون له خبرونې څخه پرته د مرستو او ډاليو اخيستو ممنوعيت، نوماندانو او ګوندونو ته د دولتي چارواکو د مالي مرستو ممنوعيت، له دولتي مالي سرچينو ناوړه ګټه اخيستنه هم د ټاکنيزې دورې له رفتاري اصولو څخه دي.
د ټاکنيزو شکايتونو مشرې له خلکو، رسنيو او پر ټاکنو له څار بنسټونو غوښتنه وکړه، که د ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال يې سرغړونه تر سترګو شوه، کولی شي خپل شکايت په دې کمېسيون کې ثبت کړي، څو په ټاکلي وخت ورته رسېدنه وشي..
مېرمن شينوارې له نوماندانو او د هغوی له پلويانو غوښتنه وکړه څو د ټاکنيزو منډو ترړو پرمهال د هېواد نافذه قوانين په جدي ډول په پام کې ونيسي.
نوموړې ګواښ وکړ، که د کمپاين پرمهال د کوم نوماند سرغړونې په تړاو شکايت ثبت شي، دا کمېسيون هوډ لري چې په جدي ډول ورته لاسرسی وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ هم په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: ((د رايې کارول او د يو نوماند ټاکنه هغه مهال اسانه کېږي چې هېوادوال د هر نوماند په اړه څرګند معلومات ولري، د نوموړي د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبر وي او د نوماندانو له لوري د وړاندي کېدونکو پروګرامونو له لارې دا تشخيص کړي چې کوم نوماند ته رايه ورکړي.))
د نوموړې په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، نوماندانو، د نوماندانو پلويانو، ګوندونو او د سياسي ګوندونو ايتلاف ته جدي لارښوونه کوي څو د قانون احکامو، لوايح په ځانګړې توګه د ټاکنيزو منډو ترړو لايحه او د ټاکنيزو کمپاينونو مالي چارې، کړنلارې، رفتاري اصول او د کمېسيون له لوري خپاره شوې مصوبات په پام کې ونيسئ او عمل دې پرې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن