ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ننګرهار کې د امکاناتو د نه شتون له امله کتابونه لا هم پېښور کې چاپېږي

27 Jul 2019 - 15:56
27 Jul 2019 - 15:56

جلال اباد (پژواک، ۵ زمری ۹۸): د ننګرهار د خپرندويه ټولنو مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د لويو چاپ خونو (مطبعو) د نه موجوديت له امله لا هم کتابونه د چاپ په موخه پېښور ته لېږدول کېږي.

دوی وايي، تر پخوا د کتابونو د چاپ او پلور بازارګرم دی؛ خو لا هم د لويو چاپ خونو نه موجوديت يې د کارونو پر وړاندې خنډ دی.

په جلال اباد ښار کې اوس مهال شاوخوا اويا خپرندويې ټولنې او د کتاب پلورونې لوی او واړه دوکانونه موجود دي چې ګڼو خلکو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

کتاب پلورونکي وايي، اوس په دغه ولايت کې د کتاب د اخېستو بازار ښه شوی او حتی له نورو ولايتونو هم خلک جلال اباد ښار ته د کتاب پېرلو په موخه ورځي.

د جلال اباد ښار يو کتاب پلورونکی قاري سديس وايي، اوس په دغه ښار کې هر ډول سياسي، ديني، ټولنيز، مسلکي، ادبي او بېلابېل ډول هغه کتابونه چې پخوا به يې خلک کابل او يا هم پېښور ته د پېرلو په موخه تلل، پيدا کېږي.

دی وايي، هره ورځ سلګونه او حتی زرګونه خلک د کتاب اخېستو په موخه دوکانونو ته ورځي چې ډيره برخه یې د پوهنتون محصلين او ځوانان دي.

د مومند خپرندويې ټولنې مشر نجيب مومند بيا د دوی د کارونو پر وړاندې لويه ستونزه په دغه ولايت کې د لويو چاپ خونو نه موجوديت په ګوته کوي.

هغه زياته کړه، اوس مهال دغه ولايت کې ډیرې مطبعې شته خو يوازې د کارتونو، بېنرونو او عادي کارونو د چاپ وړتيا لري خو کتابونه نه شي چاپولی.

ليکوالان هم خوښ دي چې تر پخوا يې کتابونه په اسانۍ او د خپرندويه ټولنو په لګښت چاپېږي.

د دوی له ډلې شېر عالم امله وال وايي، خپرنيز مرکزونه د خپل بازار په خاطر د ليکوالو کتابونه په خپل لګښت چاپوي او حتی د ځينو درسي کتابونو ليکونکو ته خو حق الزحمه هم ورکول کېږي.

کتاب اخېستونکي بيا په دغه ولايت کې د کتابونو د نرخونو ټيټه بيه هم په دغه ولايت کې د کتابونو د بازار د ښه والي يو مهم اړخ په ګوته کوي.

نوين الحق د لغمان پوهنتون محصل دی چې جلال اباد ښار ته د کتابونو پېرلو په موخه ورغلی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version