ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امرالله صالح پر دفتر ډله ييز بريد په ملي او نړيواله کچه وغندل شو

29 Jul 2019 - 16:44
29 Jul 2019 - 16:44

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٨ ): د ملي امنيت د پخوانى رييس او د ولسمشرۍ ټاکنو د دولت جوړوونکي ټکټ د لومړي مرستيال امرالله صالح پر دفتر شوى ډله ييز بريد په ملي او نړيواله کچه وغندل شو.

پرون له غرمې وروسته د کابل د څلورمې حوزې اړوند د شهيد له څلورلارې سره د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر پر دفتر لومړى د موټربم په وسيله ځانمرګى بريد وشو او وروسته څو وسله والو نښته پيل کړه.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دغه نښته د شپې شاوخوا ١١ بجې د درېيو بريدګرو په وژلو کېدو سره پاى ته ورسېده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې د څلورو پوليسو په ګډون ٢٠ کسان ووژل شول او تر ٥٠ ډېر ټپيان شول چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.

ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ کانديدانو، سياسي مشرانو، دولتي چارواکو او ګڼ شمېر هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.

ولسمشر غني د دغه بريد د غندلو تر څنګ ويلي، د افغانستان خلک نن د ټاکنیزو مبارزو د پیل شاهدان وو چې د جګړې د پای ته رسېدو او د ثبات د تامین لپاره د دغه ملت ټینګه اراده ښیي.

هغه زياته کړې، ترهګر او د هغوی ملاتړي په دې ډول وحشیانه بریدونو د افغانستان د ملت ټینګه اراده نه شي کمزورې کولی، بلکې د دوی د لا زیات نفرت لامل به وګرځي.

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله ويلي، د ټاکنيزو مبارزو له پيلېدو سره سم ترهګرو په دط ډول کړنو سره د افغانستان له خلکو سره خپله دښمني په ډاګه کړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د دغه بريد د غندې تر څنګ ويلي چې د هېواد دښمنان په دې ډول بريدونو سره غواړي د هېواد ثبات ګډوډ کړي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې پر سياسي دفتر بريد د ترهګرۍ ښکاره ثبوت دى او امريکا به له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ولاړه وي.

دغه راز په کابل کې د امريکا سفير جان باس هم دغه بريد غندلى او ويلي یې دي چې امريکا او نړيواله ټولنه د ټاکنو په ترسره کولو، د سولې او تاوتريخوالي په له منځه وړو کې له افغانستان سره ولاړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما هم دغه بريد غندلى او ويلي یې دي چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال تاوتريخوالي لپاره ځاى نشته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version