ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز امنیه قوماندان: دښمن پرمختللې وسلې لري، امنیتي سرتېري دې هم اکمال شي

30 Jul 2019 - 14:55
30 Jul 2019 - 14:55

 

کندوز (پژواک، ٨ زمری ٩٨): د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې که څه هم په دغه ولایت کې د طالبانو په پرتله د امنیتي سرتېرو مورال او قدرت ډېر قوي دي خو له دښمن سره د پرمختللو وسلو موجودیت د امنیتي سرتېرو د ډېرې مرګ ژوبلې لامل شوی دی.

د کندوز امنیه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په وروستیو میاشتو کې د قلعه زال، اما صاحب او دشت ارچي په ولسوالیو کې د طالبانو د سرې قطعې فعالیت چې په پرمختللو وسله سمبال دي ډېر پراخ شوي او امنیتي سرتېرو ته یې درمنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ستانکزي زیاته کړه، د طالبانو سره قطعه په دوربین لرونکو وسلو سمباله ده په وروستیو میاشتو کې د شپې له خوا پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کوي، که څه هم ځینې وخت غاښ ماتوونکي ځواب ویني او له درنې مرګ ژوبلې وروسته شاه تګ کوي خو ډېری وخت امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اړوي.

دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي په کندزو ولایت کې د طالبانو په پرتله د امنیتي سرتېرو روحیه ډېره قوي وګڼله خو په وروستیو دوو میاشتو کې یې د دولتي سرتېرو د مرګ ژوبله شمېره په ډاګه نه کړه او ویې ویل: ((که زموږ امنیتی سرتېري په پرمختللو وسلو سمبال شي دښمن ډېر ژر له منځه وړو.))

هغه زیاته کړه، په پرمختللو وسلو د دغه ولایت د امنیتی سرتېرو د سمبالېدو په اړه یې کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړی او هیله من یو چې د امنیتي سرتېرو دغه تشه ډېر ژر پوره شي.

د کندوز امنیه قوماندان د امنیتي سرتېرو او خلکو ترمنځ د همکاري روحیه وستایله او ویې ویل، د کندوز اوسېدونکي تل د امنیتي سرتېرو پلویان وو او دي، او امنیتي منسوبین شپه او ورځ هڅه کوي چې ددغه ولایت اوسېدونکي خپل ارام ژوند له لاسه ورنکړي او دښمن فرصت ترلاسه نه کړي چې ددغه ولایت د تسخیر ارمان پوره کړي.

د کندوز امنیه قوماندان د خپلو خبرو په یوه برخه کې په دغه ولایت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د ډاډمن امنیت ساتلو ته په اشاره له نوماندانو او کندوز له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې امنیتي سرتېري هڅه کوي چې د ټاکنو په بهیر کې د خلکو پراخ ګډون او کمپاین ته زمینه برابره کړي.

هغه وویل: ((د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو له پیلېدو مخکې په کندوز ولایت کې د دغه ملي بهیر د امنیت ساتنې لپاره د یاد ولایت پولیسو لازم تیاری او له مخکې طرحه شوی پلان ترتیب کړې او عملي کوي یې.))

ستانکزي د ټاکنیزو کمپاینونو له ټولو مسوولینو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د خپلو کمپاینې پروګرامونو تر جوړېدو مخکې پولیسو ته خبر ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version