ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما د راپور ځينې برخې رد کړې دي

30 Jul 2019 - 15:14
30 Jul 2019 - 15:14

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٨ ): طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د شپږ مياشتني راپور ځينې برخې په محتاط ډول رد کړې دي.

د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر د روان زېږديز کال د لومړيو شپږو مياشتو د ملکي تلفاتو راپور نن خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو شپږو مياشتو کې ٣٨١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ١٣٦٦ کسان وژل شوي او ٢٤٤٦ نور ټپيان دي.

په راپور کې راغلي چې دا مرګ ژوبله د تېر کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ٢٧ سلنه کمه ده.

يوناما ويلي چې له دې مرګ ژوبلې يې ٣٨ سلنه د وسله وال طالبانو، ١١ سلنه د داعش او ٣ سلنه د نورو وسله والو مخالفينو له خوا اوښتې ده.

دغه راز په راپور کې راغلي چې له دغو تلفاتو يې ١٨ سلنه د دولتي ځواکونو، ١٢ سلنه د نړيوالو ځواکونو او ٦ سلنه د نورو د دولت پلوه ځواکونو له خوا اوښتي دي.

وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په محتاطانه ډول سره د يوناما د راپور ځينې برخې رد کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ځل که څه هم د يوناما په راپور کې دې خبرې ته اشاره شوې چې په تېرو شپږو میاشتو کې ډېری ملکي تلفات د امریکايي بمبارونو او پر ملکي خلکو د شپنیو بريدونو په پایله کې رامنځته شوي خو په کافي اندازه يې په دې اړه بشپړ جزئيات لا هم نه دي خپاره کړي.

سرچينې زياته کړې، همدا ډول يې چې طالبانو ته هم د ملکي تلفاتو په اړه کومه سلنه منسوب کړې، له متعددو نیمګرتیاوو ډکه ده او دوى يې ردوي.

طالبانو ويلي،  د دوى له خوا د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره فعاله اداره شته، د ملکي زیانونو هره وړه او لویه پيښه دقیقه بررسي کېږي او د تکرار مخه يې نیول کېږي، همدا ډول پر ملکي خلکو باندې په هېڅ ځای کې هم قصدي او هدفي برید نه دي شوي.

طالبانو د يوناما د راپور هغه برخه هم رد کړې چې ګواکې د ملکي تلفاتو ٣٨ سلنه مسووليت د طالبانو پر غاړه دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، د يوناما په راپور کې داسې بریدونه طالبانو ته منسوب شوي چې هغه دوى په خپل وخت کې رد کړي وو.

دغه راز طالبانو ويلي چې د يوناما په راپور کې ځيني هغه اشخاص هم د ملکي خلکو په ډله کې حساب شوي چې په نظامي او استخباراتي برخه کې همکاري کوي.

طالبانو د يوناما پر راپور دا نيوکه کړې چې د ملکي تلفاتو يواځې ١٨ سلنه يې په بهرنيو ځواکونو پورې منسوب کړې په داسې حال کې ده چې د دوى په وينا بهرني ځواکونه د ٨٠ سلنه ملکي تلفاتو مسوولين دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د يوناما په ګډون ټولو بشري او حقوقي نهادونو ته سپارښتنه کوي چې د ملکي تلفاتو په مخنیوي کې هغه وخت اغېزمن ګامونه پورته کېدلی شي چې د پېښو په اړه دقیقه څېړنه وشي، اصلي عاملین لکه څرنګه چې ښايي په ګوته کړل شي او د ملکي تلفاتو انساني موضوع له سیاسي تعاملاتو څخه جلا وساتل شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version