ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې نيول شوې دي

1 Aug 2019 - 17:26
1 Aug 2019 - 17:26

ښرنه-جلال اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې له وسله والو طالبانو څخه يې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې او چاوېدونکي توکي نيولي او بل لورته په ننګرهار کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

دغه څرګندونې په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال رحم دل حيدرزي د زمري په لسمه د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې په تېرو دوه مياشتو کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د دغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې عمليات کړي چې د وسله والو طالبانو يو شمېر سپکې او درنې وسلې او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ترلاسه شويو وسلو کې دوه د بيم يک دستګاوې، پنځه هشتاد دو ملي متري توپونه، پنځه مېله راکټونه، پنځه مېله کلاشينکوفونه، مخابرې، موټر سايکلونه، دوه عرادې موټر او چاودېدونکي توکي شامل دي.

ده زياته کړه: ((په نيول شويو وسلو کې د هاوان مرمۍ يې د پاکستان ساخت دي چې په برمل ولسوالۍ کې نيول شوې دي.))

همدارنګه په دغه ولايت کې د ملي اردو يو تن سرتېري سيد احمد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري زياته شوې ده.

هغه وايي: ((د همدې همکاريو له برکته زموږ پرمختګ ډېر شوى او د طالبانو پر وړاندې کاميابي ترلاسه کوو.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، ننګرهار کې د هوايي بريد او عملياتو پرمهال پنځه وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل، د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې تېره شپه ۹ بجې او ۳۰ دقيقې بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو د بې پېلوټه الوتکې له لارې بريد کړی دی.

هغه زياته کړه، په ياد بريد کې څلور طالب وسله وال وژل شوي او د هغوی يو ميل دهشکه او پټنځای هم له منځه تللی دی.

دغه راز په ننګرهار کې د صفر دوه قطعه په نوم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دغه ولايت د روداتو ولسوالۍ په قلعه ميرجي سيمه کې عمليات کړي دي.

د يادو ځواکونو له لوري پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملياتو پرمهال يې يو طالب وسله وال وژلی، يو يې ټپي کړی او دوه مشکوک کسان يې له ځانه سره وړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version