ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: راتلونکې ټاکنې د افغانانو په خیر نه دي

1 Aug 2019 - 17:10
1 Aug 2019 - 17:10

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): د افغانستان پخوانی ولسمشر د سولې خبرو لپاره د افغانانو د واحد صف پر جوړېدو د ټینګار تر څنګ وايي چې تر اوسه د افغان سولې بهیر افغانی نه دی او که دغه بهیر د امریکا او پاکستان په واک کې وي، د افغانستان پر زیان او په هېواد کې د سولې نه راتلو په معنا دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې په هېواد کې د ملکي وګړو د بې ساري تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور خپرېدو او د افغانستان د له منځه وړو په تړاو د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشاره وویل: ((زموږ د ملکي وګړو وژل، زموږ د ملکي وګړو مرګ ژوبله، زموږ د پولیسو او سربازانو مرګ ژوبله، د طالبانو او خلکو مرګ ژوبله، تر یوه پروګرام لاندې دي.))

هغه بهرنیان په افغانستان کې د بې اتفاقۍ پر مهندسي کولو تورن کړل او ویې ویل، ځینې خبرتیاوې چې د بهرنیانو له خوا جوړېږي او له افغان چارواکو سره په همغږۍ په رسنیو کې خپرېږي، د یو لړ موخو ښکارندویي کوي، څو وکولای شي افغانستان تخریب او پر دغه هېواد حاکمیت عملي کړي.

کرزي زیاته کړه: ((په یاد مو دي چې په امنیتي لویه جرګه کې مې وویل چې ګرانو هېوادوالو، بیدار و اوسئ تر هغو چې سوله رانه شي، د سولې راوستو لپاره ضمانت درنه کړي، له پاکستان سره زموږ اړیکې ثابتې نه شي او بهرنيان د خلکو کورونو ته له ورتلو منعه نه شي، له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړئ، خو د نوي حکومت له جوړېدو سره سم تړون لاسلیک شو چې له امله یې هېواد نا امن شو او تر داسې ځایه ورسېد چې ملګرو ملتونو سازمان په کې ملګي مرګ ژوبله بې سارې ګڼي.))

د افغان دولت دغه پخواني لوړپوړي چارواکي زیاته کړه: ((نن پر دولت، حکومت، د هېواد پر مشرانو او امنیتي مسوولینو غږ کوم چې پوه او بهرنیو دسیسو ته متوجه اوسي او ځان د بهرنیانو په واک کې ورنه کړي او له توندو ادبیاتو استفاده ونه کړي.))

کرزي په ډاګه وویل چې د وژنو مرګ ژوبلې او بې اتفاقۍ په هڅونه کې په مستقیم ډول د بهرنیانو لاس دی.

هغه له جزئیاتو پرته وویل: ((دوه وروستۍ بېلګې یې فاریاب او کندهار دي چې هڅه وشوه د خلکو ترمنځ بې اتفاقي جوړه شي، هر کله چې خلک کمزوري شي او داعش ته د سرتېرو د جذب فرصت پیدا شي، تروريزم او ترهګري بریالۍ کېږي.))

پخواني ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، په مرکز کې یو شمېر چارواکي بهرنیو دسیسو ته کار کوي خو د چا نوم یې یاد نه کړ.

کرزي افغانانو ته په خطاب کې وویل: ((د هېواد ژغورنه زموږ په یووالي او پوهه کې ده، که نه پوهېدو، اوس د امریکا د ولسمشر له څرګندونو پوه شوو چې امریکا زموږ د خاورې د نابودۍ پلان درلود، ولې د خاورې نابودي؟ موږ څه کړي؟ د امریکا کوم ځای ته مو زیان اړولی، له امریکا سره مو دوستي کړې خو زموږ له خاورې په تندۍ د خپلو موخو لپاره ګټه اخلي.))

د کرزي د خپلو خبرو یوه برخه د امریکا په مشرۍ له طالبانو سره د سولې خبرو ته ځانګړې شوې دي.

کرزي د دې د سولې لپاره د امریکا له هڅو د هرکلي تر څنګ وویل: ((د سولې له بهیره مو بشپړ هرکلی وکړ، په دې معنا نه ده چې د امریکا نیت مو رښتینی ولید، سوله باید سراسري وي، نه له یوې مرحلې څخه بلې ته تېرېدل، څو داعش وهڅول شي او جګړه یو ځل بیا پیل شي.))

هغه وايي چې د سولې بهیر باید د افغانستان د ګټې له لیده تطبیق شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version