ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: پر صلاح الدين رباني د سفرونو بنديز لګېدلى

4 Aug 2019 - 19:16
4 Aug 2019 - 19:16

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٨): ولسمشر غني د اسټرالیا، قرغیزستان او قطر د نویو سفیرانو باور لیکونه ومنل او هغوى بيا په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د همکاریو د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

دغه کتنې په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني په کې حضور نه درلود.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن مازیګر د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفیر جیوفري پیټر تود، د قرغیزستان سفیر نیازاوف میراسلاو جمعه بیکویچ او د قطر سفیر مبارک الخیارین الهاجري باورلیکونه په ارګ کې د جلا جلا تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومنل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر غني یادو سفیرانو ته د نویو دندو د مبارکۍ ترڅنګ د افغانستان او اسټرالیا، قرغیزستان او قطر ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او دغه هېوادونه یې د افغانستان ښه همکاران وبلل.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې له افغانستان سره په اقتصادي، د سولې، ثبات، ښوونې او روزنې، ټاکنو، له ترهګرۍ او فساد سره د ګډې مبارزې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، د یادو هېوادونو سفیرانو ولسمشر ته په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د همکاریو د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

خو يوې باوري سرچينې بيا پژواک اژانس ته وويل چې په دې کتنو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست صلاح الدين رباني د ارګ له خوا نه وو بلل شوى او د هغه پرځاى د وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان حاضر و.

سرچينه زياتوي، له هغه راهيسې چې رباني د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو په پيل کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې په ټاکنيزه لومړنۍ غونډه کې ګډون وکړ، نو تر هغه وروسته د ارګ او رباني ترمنځ ترينګلتيا رامنځ ته شوې ده.

سرچينه کاږي، د همدې ترينګلتيا له امله د بهرنيو چارو پر سرپرست وزير د سفرونو بنديز لګېدلى او هم د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې له ګډون کولو څخه منع شوى دى.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي دا موضوع رد کړه او وې ویل چې حقیقت نه لري.

خو بايد وويل شي چې يادو درې واړو سفيرانو له صلاح الدين رباني سره د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې په بېلابېلو ناستو کې کتلي دي.

دغه مطلب د دې وزارت له خوا په بېلا بېلو خپرو شويو خبرپاڼو کې راغلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version