ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افراسیاب خټک: پاکستان دې د افغانانو د وینو له تویولو د کشمير په مسئله کې ګټه نه اخلي

7 Aug 2019 - 17:09
7 Aug 2019 - 17:09

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨): د کوزې پښتونخوا وتلى سياستوال افراسياب خټک وايي، پاکستان باید افغانستان ته د یوه ورور ګاونډي هېواد په سترګه وګوري نه دا چې د افغانانو د وينو له تويولو د کشمېر په مسئله کې ګټه واخلي.

دا په داسې حا کې ده چې د کشمير پر سر د پاکستان او هندوستان اړيکې ترينګلې شوې او هندوستان پرون د خپل کشمير د نيمه خودمختارۍ حيثيت بېرته اخيستى او په ټول کشمير کې يې پر ګرځېدو بنديز لګولى دى.

له یادې شخړې وروسته پاکستاني سياستوالو تند غبرګونونه ښودلي او د افغانستان د سولې پروسه يې له کشمير له موضوع سره تړلې ده.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسيون مشر او د مسلم ليګ ګوند سرپرست شهباز شريف پرون پارلمان ته ويلي: ‏"دا څنګه معامله ده چې په افغانستان کې دې سوله تامینېږي، افغانان دې خوشحالي کوي، جشنونه دې نیسي، خو کشمیر کې بیا  وینې بهېږي، نه، دغه کار موږ ته د منلو وړ نه دی، دا مسئله باید بر عکس شي. "

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير خواجه اصف چې د مسلم ليګ ګوند غړى هم دى، په دې اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي: "زموږ تګلاره دا وه چې د کشمیر او افغانستان مسئله سره ګډه او غوټه وساتو او په دې چاره کې بریالي هم وو، خو عمران خان له امریکا سره په معامله کې د افغانستان او کشمېر مسئلې سره بېلې کړې او زموږ د کلونو خواري يې پر اوبو لاهو کړه."

د کوزې پښتونخوا سياستوال او پخوانى سناتور افراسياب خټک وايي، په پاکستان کې ځیني کم نظره سیاستمداران د افغانستان په سوله کې مرسته پر امريکا احسان ګڼي.

هغه د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سياستوال غواړي چې له دې مرستې او همکارۍ له امريکا څخه سياسي او مادي ګټه ترلاسه کړي.

خټک وايي، دوى پر دې خبره ځان نه پوهوي چې په سیمه کې جنګ به په اخره کې خپله پاکستان زيانمنوي.

ده زياته کړه: "پاکستان باید افغانستان ته د یوه ورور ګاونډي هېواد په توګه وګوري، نه دا چې د افغانانو د وينو له تويولو د کشمېر لپاره ګټه پورته کړي."

د نوموړي په وينا، امريکا نن په سيمه کې شته، سبا به نه وي، خو افغانستان به تل د پاکستان په ګاونډ کې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version