ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د هند بهرنيو چارو وزير ته د افغان سولې په اړه معلومات ورکړل

7 Aug 2019 - 12:03
7 Aug 2019 - 12:03

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى ډاکتر زلمى خليلزاد د هند د بهرنيو چارو وزير ته د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير جي شنکر په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې  پرون يې په نوي ډيلي کې له زلمي خليلزاد سره ګټورې خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه چې زلمي خليلزاد ورسره د افغان سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات شريک کړل.

شنکر ويلي، په دې ليدنه کې پر دې هم بحث وشو چې امريکا او هندوستان د افغان سولې پروسې په اړه له نږدې په ګډه څه ډول کار وکړي.

هندوستان ته د زلمي خليلزاد سفر په ناڅاپي ډول هغه وخت ترسره شو چې د کشمير پر موضوع د پاکستان او هندوستان ترمنځ تاوتريخوالى زيات شو.

د پاکستان يو شمېر سياسيون او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ډاګه کړه چې د افغان سولې پروسه د کشمير له حالاتو سره تړاو لري.

خو زلمي خليلزاد نوي ډيلي ته تر تګ مخکې په ټويټر کې ليکلي وو چې د دغه سفر پر مهال به له مخکې تنظيم شوې ليدنې کوي.

هغه زياته کړه چې په قطر کې يې له طالبانو سره ډېرې ښې او ګټورې خبرې کړې او ډېر پرمختګونه يې کړي دي.

هندوستان ګيله لري چې له افغان سولې پروسې ډډې ته ساتل شوى، خو زلمي خليلزاد د خپل ماموريت له پيلېدو راهيسې څو ځلې هند ته سفرونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version