ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال به د ننګرهار په اچين او نازيانو کې لسګونه بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې شي

7 Aug 2019 - 13:49
7 Aug 2019 - 13:49

جلال اباد (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، سږ کال به د دغه ولايت په نازيانو او اچين ولسواليو کې د ۱۲۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې بشپړې شي.

هغه وايي، د يادو پروژو له ډلې د يو شمېر کارونه يې بشپړ شوي، ځينې يې تر کار لاندې دي او ځينې نورې پلان ته داخل شوې چې په نږدې وختونو کې به يې کارونه پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو رغنيزو چارو کې د ۲۳ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدل هم شامل دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پرون د زمري په ۱۵مه دغو دواړو ولسواليو ته سفر کړی و، هلته يې د خلکو ستونزې له نږدې واورېدې او تر څنګ يې اعلان وکړ چې په دواړو ولسواليو کې به سږ کال د ۱۲۳۲ ميليونه افغانيو په ارزښت ګڼې پروژې تطبيق شي.

د ننګرهار والي وایي، په نازيانو ولسوالۍ کې روان کال د څه باندې ۵۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او په پلان کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال په یاده ولسوالۍ کې د ۴۸ عشاريه اووه ميليونه افغانيو په لګښت پروژې بشپړې او يو شمېر نورې تر کار لاندې دي چې په کې د اوبو لګولو دوه سيستمونه، سل جريبه باغونه، د ناو کلي سربند او استنادي دېوال او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

مياخېل وويل چې سږ کال د یادې ولسوالۍ لپاره د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې نورې پروژې پلان شوې چې په کې د اقرا پروګرام له لارې دوولس ښوونځي، چک ډيمونه، مرکزي روغتون ودانۍ، دوه خولې نازيانو روغتون ودانۍ، د اوبو رسولو سولري شبکې، اته بابه مسجدونه، استنادي دېوالونه، سربندونه  او ګڼ شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د ننګرهار والي وایي، په اچين ولسوالۍ کې  هم روان کال د ۶۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې بشپړې، پیل او په پلان کې نیول شوې دي.

شاه محمود مياخېل وويل چې سږ کال د یادې ولسوالۍ لپاره د څه باندې ۲۸۴ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلان شوې چې په کې د اقرا پروګرام له لارې ديارلس ښوونځي، واړه سربندونه، د اوبو سولري شبکې، نهه بابه مسجدونه، کلينيکونه، چک ډيمونه، د کرنې په برخه کې د CBARD  سل ميليوني پروژې او نور شاملې دي.

نوموړي دغه راز په اچين ولسوالۍ کې له جګړو وروسته بېرته مېشته شوو کورنيو لپاره اتيا ټُنه مرسته شوي خوراکي غنم هم اعلان کړل چې ډېر ژر به يادې ولسوالۍ ته ولېږل شي.

ځايي خلکو د ولايتي ادارې په ورتګ خوښي څرګنده کړه او يادونه يې وکړه چې اعلان شوې پروژې بايد پر خپل وخت تطبيق شي او شفافيت ته په کې پوره پاملرنه وشي.

د دوی له ډلې ملک سيد حکيم د اچين ولسوالۍ د امنيت ساتنې، د پوهنې، روغتيا، کرنې او يو شمېر نورو برخو کې د پروژو د تطبيق غوښتنې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version