ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان سفير: د کشمير شخړه له افغانستان سره کوم تړاو نه لري

8 Aug 2019 - 15:48
8 Aug 2019 - 15:48

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٨): په کابل کې د پاکستان سفير وايي چې د کشمير شخړه له افغان سولې پروسې سره هېڅ تړاو نه لري او په دې اړه د ځينو پاکستاني سياستوالو څرګندونې د هغوى شخصي نظر دی.

د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان د زمري په ١٧مه په کابل کې د دغه هېواد د سفارت په ودانۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل، د کشمير شخړه ډېره پخوانۍ ده، د ملګرو ملتونو ګڼ شمېر قردادونه په دې اړه شته چې کشميرانو ته بايد خپل حقوق ورکړل شي.

هغه زياته کړه چې د کشمير موضوع له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري، دا شخړه خپل ارزښت لري.

د پاکستان سفير ادعا وکړه چې هندوستان د کشمير شخړې زياتولو او هلته غير قانوني کړنو ترسره کولو د ټولې سيمې ثبات ته زيان رسولى دى.

د پاکستان سفير پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې  هندوستان د سيمې د ثبات له ګډولو منع کړي او هند دې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مصوبو ته درناوى ولري.

نصرالله خان وايي، په داسې حال کې چې پاکستان او نړيوالې ټولنې د افغان شخړې د هواري هڅې پيل کړې، هندوستان د سيمې د بې ثباته کولو هڅې کوي.

ده زياته کړه چې هېواد يې د هندوستان ټولې هغه هڅې ردوي او غندنه يې کوي چې د جمو او کشمير  په اړه يې ترسره کړې دي.

د پاکستان سفير کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د سفر په اړه وويل چې تر اوسه دوى ته په دې اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شي.

هغه د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځينو پاکستاني سياستوالو د کشمير شخړه له افغان سولې پروسې سره تړلې ده، وويل چې دا دهغوى شخصي نظر دى.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسيون مشر شهباز شريف او د دغه هېواد د بهرنيو چارو پخواني وزير خواجه اصف ويلي وو، دا څنګه کيږي چې په افغانستان کې دې سوله وشي او دلته دې کشميريان په ستونزو کې وي.

هغه پر عمران خان تور پورې کړى و چې له ټرمپ سره يې پر کشمير معامله کړې ده.

د پاکستان سفير وويل چې لومړي وزير عمران خان د افغان شخړې د هواري لپاره د سولې په پروسه کې خپل رول لوبوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version