اسعداباد (پژواک ٢٣ زمرى ٩٨): د کونړ چارواکي او خلک وايي چې وسله والو مخالفينو د دې ولايت په دانګام ولسوالۍ کې يو تنکى ځوان وژلى دى.
د وژل شوي ځوان خپلوان عبدالولي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ١٤ کلن زبير له خپلو همځولو سره دانګام ولسوالۍ ته د مېلې لپاره په ريکشا کې تللى و چې په لاره کې يې په خپل موبايل انځورونه اخيستي چې په همدې وخت کې پرې تېره ورځ (د زمري ٢٢مه) ماښام وسله وال طالب ډزې کړې او وژلى يې دى.
د وژل شوي زلموټي پلار ډاکټر ناصر وايي چې زوى يې کوم جرم نه و کړى، خو طالبانو وژلى دى.
دى زياتوي: "طالبان چې ځان ته اسلامي امارت هم وايي، زما د زوى قاتل دې ونيسي او د شريعت له مخې دې سزا ورکړي، ځکه زما زوى يې بې له کومې ګناه کولو وژلى دى."
نوموړي د خپل زوى د قاتل په پيدا کولو کې له دولت او ولسي خلک هم د مرستې غوښتنه وکړه.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصميم وايي چې وسله والو طالبانو په دانګام کې يو تنکى ځوان په ډزو وژلى دى.
د ده په خبره، دغه او نور ځوانان د دانګام ولسوالۍ هغې سيمې ته ورغلي وو چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.
د يادولو ده چې وژل شوى زبير د فري فايټ ورزش يو ښه لوبغاړى هم و چې ډېرې سيالۍ يې هم ګټلې وې.
خو وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن