محمودراقي (پژواک، ۲۹ زمری ۹۸): د کاپیسا د والي ویاند وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
د والي ویاند قیس قادري ويلي چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د بریدونو په پایله کې چې د نجراب ولسوالۍ په پچغان سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو شوي، یو لس کلن ماشوم وژل شوی او یو ۴۸ کلن ملکي وګړی ټپي دی.
د هغه په خبره، د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا توغول شوی راکټ پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ ټپي شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دا دواړه پېښې تېره شپه رامنځته شوې دي.
بهرنیو ځواکونو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د والي ویاند وویل چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې نږدې شل دقیقې دوام درلود خو وايي چې د طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن