لښکرګاه (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٨): په هلمند ولايت کې د لومړي ځل لپاره لسګونو ديني عالمانو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې مسلکي زده کړې پيل شوې.
په دغه ولايت کې د توحيد حرفوي زده کړو مرکز مسوول حميدالله بارکزي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ٢٥٠ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې پيل شوې.
هغه وايي: ((په دغو کسانو ٢٠٠ يې هغه کسان دي چې خپل اولادونه يې په نظامي برخو کې له لاسه ورکړي او پنځوس يې هم ديني عالمان دي چې د کمپيوټر او انګليسي په برخو کې به زده کړې کوي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو حرفوي زده کړو کې د غاليو اوبدل، ګلدوزي، خياطي، د موبايل ترميم او د سولر او برېښنا ترميمول شامل دي.
دغه راز يوه ديني عالم مولوي بختيار پژواک ته وويل چې ګڼ شمېر ديني عالمان د عصري زده کړو په برخو کې ستونزې لري.
هغه وايي: ((اوس موږ په دې مرکز کې د کمپيوټر او انګليسي زده کړې پيل کړې چې تر ډېره به په دې برخه کې خپلې ستونزې هوارې کړو.))
د غونډې په پاى کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل، غواړي چې د دغه مرکز په وسيله د دغه ولايت ديني عالمانو ته عصري زده کړې هم ور زده کړي.
د يادونې ده، هلمند د افغانستان د ناامنو ولايتونو له ډلې دى چې ديني عالمان يې تر ډېره عصري علومو او ټکنالوجۍ ته لاسرسى نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن