کندوز ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٨): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې يو شمېر اوباشانو او کوڅه ډبو کسانو د امام صاحب په بندر کې د يوه ښوونځي ښيښې او دروازې ماتې کړې او لوحه يې ور ماته کړې ده.
د کندوز د پوهنې رييس نجيب الله ثاقب د وږي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته يو شمېر کوڅه ډبو او لنډغرو کسانو د امام صاحب په بندر په سيمه کې د کهندژ لېسې ښيښې او دروازې ماتې کړې او لوحه يې هم ور ماته کړې ده.
دى وايي چې دغه موضوع يې له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړې ده څو عاملين يې پيدا کړي.
دغه راز د همدې سيمې يو اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل: ((څه موده وړاندې دې لېسې ته يوه نوې لوحه راوړل شوه وه چې يواځې پښتو په کې ليکنه شوې وه، نو دا چې بېګاه له دې ښوونځي سره دغه شان عمل شوى دى، امکان لري چې د همدې لوحې تاثير وي.))
بل لور ته د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حيسني هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې پوليسو تر اوسه د دې پېښې په تور يو کس نيولی او د نورو د نيولو لپاره هم جدي هلې ځلې روانې دي.
د يادونې ده، د امام صاحب بندر د کندوز ښار په يو کيلومټرۍ کې پرته سيمه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن