درېيم تعقيب - کندوز ښار (پژواک ٩ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کندوز ښار په مرکزي چوک کې چاودنه شوې چې لس تنه په کې وژل شوي او د دې ولايت د امنيه قومندان په ګډون ٥ تنه په کې ژوبل دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن ماښام کابو شپږ بجې د کندوز ښار په چوک کې هغه مهال چې امنيه قومندان په خبريالانو سره په مرکه بوخت وو، چاودنه وشوه.
ده زياته کړې، په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي او د امنيه قومندان سمونوال منظور ستانکزي په ګډون پنځه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د چاودنې د نوعيت او د وژل شويو او ټپيانو د هويت په اړه به وروسته معلومات ورکړي.
ويل کېږي چې په دې ځاى کې د امنيه قومندان په ګډون امنيتي مسوولين راټول شوي وو او سرتېرو ته يې لارښوونې کولې.
د پژواک خبريال وايي چې په خپله يې لس جسدونه وليدل چې په رينجرو او امبولانسونو کې انتقالېدل.
دی زياتوي: "د امنيه قومندان هغه څلور ټانکونه چې دى به په کې ګرځېده، د سيمې له ځايه په بېړې راووتل."
د کندوز د عامې روغتيا رييس احسان الله فضلي وايي چې تراوسه له دغې چاودنې څخه ٩ ملکي ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
له بلې خوا د ځينو سرچينو په حواله، د کندوز د پوليسو وياند سيد سرور حسيني له دوو نورو همکارانو (ساتونکي حميد او کمره مين نصير) سره وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پر امنيه قومندان او کومانډو عسکر يې ځانمرګى بريد کړى چې د امنيه قومندان په ګډون په کې لسګونو عسکرو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن