مهترلام (پژواک، ۱۱ وږی ۹۸): د لغمان چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اليشینګ ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ پر یوه کور لګېدلې چې له امله يې د یاد کور پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د چارواکو په وينا چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
هغوی وايي چې په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د وږي په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل چې تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې د الیشنګ ولسوالۍ د شمسه خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان یوه توغول شوې مرمۍ پر کور لګېدلې ده.
دی وايي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
هغه زياتوي چې د یادې پېښې ټول ټپیان د مهترلام ملکي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
د هغه په خبره چې په وژل شوو کې يوه مور او درې اولادونه هم شامل دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لغمان اليشینګ ولسوالۍ لويه لاره د وسله والو له لوري د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه خو چارواکي وايي، دوی پرې عمليات کړي او ياده لار يې بېرته پرانيستې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د لغمان اليشینګ ولسوالۍ لويه لار د وسله والو طالبانو له لوري د يو څه وخت لپاره تړل شوې وه.
دی وايي، وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته تللي، د سړک پرانيستو او وسله والو ځپلو په موخه یې عمليات ترسره کړي چې په کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياده لار اوس بېرته د خلکو پر مخ خلاصه شوې ده او امنيت يې ټینګ دی.
بل لور ته وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن