ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان انګور په لومړي ځل د چابهار بندر له لارې هند ته صادر شول

4 Sep 2019 - 12:13
4 Sep 2019 - 12:13

کندهار (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): د لومړي ځل لپاره د افغانستان انګور د ايران د چابهار بندر له لارې هندوستان ته صادر شول.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې صادراتو دغه نوې تجربه بریالۍ وه او وايي، انګور په ښه توګه د هند تر ممبيي ښاره ورسېدل او په ښه بیه وپلورل شول.

نوموړی دغه چاره د صادراتو په برخه کې لوی پرمختګ بولي او وايي، یو هېواد چې هر څومره ډېرې لارې ولري، هومره اسانتیاوې ډېرې وي.

هغه زياته کړه، د چابهار بندر ښېګڼه دا ده چې صادرات او واردات دواړه پرې کېږي او د دې ترڅنګ سوداګر مېوې او خپل نور محصولات یوازې هند ته نه، بلکې له دې لارې نورو هېوادونو ته هم صادرولی شي.

د ده په خبره، له دې مخکې د صادراتو په برخه کې یوازې د پاکستان پر لارې تکیه کېده چې ډېر مهال دغه لاره تړل کېده او سوداګرو ته یې درانه زیانونه اړول.

نوموړي دا هم وویل چې پر دې لاره مېوه او نور توکي د واګې بندر له لارې ډيلي ته تلل او د چابهار بند له لارې مېوه او نور توکي د نواشیوا له لارې ممبیي ته ځي.

د ده په باور، دغه لار له دې امله هم ګټوره ده چې موږ یوازې د هند د ډيلي پر بازارونو متمرکز نه یو، بلکې د ممبيي په څېر په نورو ښارونو کې هم بازار پیدا کوو.

د کندهار د لندې مېوې سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا هم د چابهار بندر له لارې د انګورو لېږد په ټوله کې د وچې او لندې مېوې د صادارتو په برخه کې لوی پرمختګ ګڼي.

هغه پژواک ته وویل، دلته له کلونو راهیسې د سوداګرو ستونزه دا وه چې د خپلو مېوو او محصولاتو صادرولو لپاره یې ډاډمنه لاره نه لرله.

دی وايي، همدا څو ورځې وړاندې د کندهار سوداګرو د چابهار بندر له لارې وچه مېوه صادره کړه چې بریالۍ تجربه وه.

د ده په خبره، د دغه بندر له لارې له کندهاره ۲۲،۵ ټنه انځر او ۳۲ ټنه شکرپاره صادر کړل چې په لنډ وخت کې په ډېره ښه توګه د هند تر بازارونو ورسېدل.

دی وايي، اوس سوداګر په دې هڅه کې دي چې خپل صادرات د دغه بندر له لارې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version