ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په کونړ کې ۱۵۰ داعش او طالب وسله وال له دولت سره يو ځاى شول

4 Sep 2019 - 18:44
4 Sep 2019 - 18:44

اسعد اباد (پژواک، ١٣ وږى ٩٨): : چارواکي وايي چې د کونړ ولايت په مرکزاسعداباد کې ۱۵۰ داعش او طالب وسله وال  له  دولت سره يو ځای شوي  دي.

د کونړ د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بيدار  د وږي په ١٣مه، ددې کسانو د يو ځاى کېدو په مراسمو کې وويل چې دوى په چپې درې ، ماڼوګي ، وټپور ، نورګل ، دانګام او څوکۍ ولسواليو کې د دولت ضد فعالتونه کول .

ده زياته کړه، هغو داعش او طالب وسله والو چې له جګړې يې لاس واخيست ،نو درک  يې کړه چې روانه جګړه کې يوازې افغانان قرباني ورکوي او ګټه يې نورو هېوادونو ته رسیږي.

نوموړي وویل، دوى ۷ ميله راکټونه،  ۳  میله دهشکې،  ۲  میله زيکو یک،  ۱۷  میله پيکا  او  ۱۲۱  میله کلاشينکوفونه  هم دولت ته تسلیم کړل.

نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ چې ژوند به يې په امن کې وي او همدارنګه  د محلي اردو او محلي پولیسو په لیکه کې به د جذب شي.

له دولت سره دیوځای شوې امارت ډلې سرګروپ شيخ کامل جان وويل، تراوسه يې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د امارت ډلې په چوکاټ کې د سرګروپ په توګه فعالیت کاوه .

نوموړي زیاته کړه : (( پخوا چې مو دکوم مقصد لپاره کار کولو هغه اوس پاى رسېدلى او نور نه غواړو خپل وروڼه ووژنو.

د داعش ډلې سرګروپ مسلم وويل چې د وټپور ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې فعالیت کاوه ،  داعش ډلې يواځې ورور وژنه کوله، بل هدف يې نه درلود.

نوموړي دا هم وویل چې په دغه ډله کې پاکستانیان ، عربان او د نورو هېوادونو خلک و چې دوى ته به يې روزنه ورکوله.

د هغه په وينا، دولت بر حقه دى ځکه ورسره يو ځاى شو اوس به د هېواد د ابادۍ لپاره کار کوي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د داعش ډلې دوه ګروپونه  له  دولت سره یو ځای شوي دي.

په دغه ډله کې د مولوي عبدالبصیر په نامه  د کونړ لپاره د داعش پخوانی والي هم شامل و چې ددغې ډلې د قاضي په توګه يې  دنده هم  ترسره کوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version