کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٨): د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټسټ کرکټ لوبه پيل شوه.
افغانستان چې په دې وروستيو کې يې د ټسټ کرکټ (پنځه ورځنی) دريځ ترلاسه کړى، دا يې درېيمه لوبه ده، له دې مخکې يې له هندوستان او ايرلينډ سره لوبې کړې وې چې هندوستان ته يې بايللې او له ايرلينډ څخه يې ګټلې وه.
دغه لوبه نن سهار چې د بنګله دېش د چټوګرام په نړيوال لوبغالي کې پيل شوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان په ملي لوبډله کې درېيو لوبغاړو ابراهيم ځدراڼ، قيس احمد او ظاهر خان ته د لومړي ځل لپاره په ټسټ لوبه کې چانس ورکړل شو.
دغه راز په ملي لوبډله کې احسان الله، حشمت الله شهيدي، رحمت شاه، اصغر افغان، محمد نبي، افسر ځاځى، راشد خان او يمين احمدزي هم شامل دي.
د افغانستان ملي لوبډلې نن تر غرمې پورې په ٣٣ اورونو کې ٨٣ منډې جوړې کړې او درې لوبغاړي يې سوځېدلي دي.
ابراهيم ځدراڼ ٢١، احسان الله ٩ او شهيدي په ١٤ منډو سوځېدلي، رحمت شاه په ٣٦ او اصغر افغان په ٦ منډو ناسوځېدلي ولاړ وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن