ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شکایتونو کمېسیون د کمپاینونو له پیل راهیسې تر اوسه ۵۷ شکایتونه ثبت کړي

8 Sep 2019 - 15:22
8 Sep 2019 - 15:22

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي چې د ټاکنيزو کمپاينونو له پيل راهيسې تر اوسه ۵۷ شکایتونه ثبت شوي چې څېړل شوي او رسېدنه هم ورته شوې ده.

دغه څرګندونې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مرستيال مولوي دين محمد عظيمي د وږي په ١٧مه د دغه کمېسيون د کال سنټر فعالولو په مراسمو کې وکړې.

ده وويل چې د ټاکنيزو سياليو له پيل راهيسې تر اوسه ٥٧ شکايتونه د ولسمشرۍ ټاکنو د کانديدانو د سرغړونو او درغليو په اړه له دوى سره ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، په دغو شکايتونو کې شپږو کانديدانو هم يو د بل پر وړاندې شکايتونه ثبت کړي دي.

د عظيمې د معلوماتو له مخې، ياد ټول شکايتونه څېړل شوي او رسېدنه ورته شوې چې له مخې یې يو شمېر نوماندانو ته اخطاريې ورکړل شوې او ځينو نور بيا نغدي جريمه شوي دي.

نوموړي په دې اړه ډېر جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه چې د دغو شکايتونو ډېره برخه د دولت جوړونې او ثبات او همپالنې ټاکنيزو ډلو په اړه ده.

عظیمي له نوماندانو غوښتنه وکړه چې په ولایتونو کې دې خپل دفترونه پرانيزي او خلک دې رایې ورکولو ته وهڅوي.

هغه وویل چې ډېری نوماندان تر اوسه په ولایتونو کې دفترونه نه لري او هېڅ ډول معلومات یې له خلکو سره نه دي شريک کړي.

دغه راز د یاد کمېسیون د دارالاانشا رییس چمن شاه اعتمادي وايي چې ناظر بنسټونه دې هم له دوى سره د شکايتونو په راټولولو او ثبتولو کې مرسته وکړي.

د اعتمادي د معلوماتو له مخې، د ټاکنيزو سرغړونو او درغلیو په صورت کې کانديدان د دوى له لوري له پنځه تر سل زره افغانيو پورې جريمه کېږي.

ده زياته کړه: ((دغه پيسې د کانديدانو لپاره ډېرې کمې دي نو په دې سره موږ نه شو کولاى چې د هغوى د سرغړونو او درغليو مخه ونيسو.))

همدارنګه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشرې زهرې بيان شينواري وويل چې دوى نن د ټاکنيزو شکايتونو ثبتولو په موخه د کال سنټر مرکز هم فعال کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version