ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د تخار او کندوز پر درېيو ولسواليو بريدونه کړي

9 Sep 2019 - 10:45
9 Sep 2019 - 10:45

کندوز (پژواک، ١٨ وږى ٩٨) : وسله والو طالبانو تېره شپه د کندوز او تخار ولايتونو پر درېيو ولسواليو بريدونه کړي او د دوو د نيولو ادعاوې يې کړې دي، خو حکومت يې ردوي.

د تخار ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير د وږي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر ينګي قلعه او خواجه غار ولسواليو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، پر ينګي قلعه ولسوالۍ د طالبانو بريدونه په شاتمبول شوي او ٢٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسير په وينا، په وژل شويو کې د هغوى د سرې قطعې قوماندان امام الدين هم شامل دى، خو د امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل.

دى وايي، اوس په ينګي قلعه کې جګړه ارامه شوې، خو په خواجه غار ولسوالۍ کې اوس هم سخته جګړه روانه ده.

دامنيه قوماندانۍ وياند وويل، چې خواجه غار ولسوالۍ ته اضافي امنيتي ځواکونه استول شوي او ډېر ژر به هلته وضعيت کنټرول شي.

خو ده د طالبانو ادعا رد کړه چې ګوندې دا ولسوالۍ يې نيولې ده.

بلخوا د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ ولسوال فهيم قرلق وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ هم بريد کړى و، چې له امله يې امنيتي ځواکونو د څو ساعتونو لپاره شاتګ کړى و.

هغه زياته کړه، چې نن سهار امنيتي ځواکونه بېرته ولسوالۍ ته رسېدلي او هلته يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

ولسوال د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د تخار د خواجه غار ولسوالۍ او ټولې پوستې يې  نيولې دي.

هغه زياته کړه، ګڼ شمېر پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او درنې وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version