ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عبدالله: د مسعود له پلویانو سره د ځانګړو پولیسو چلند غیر مسلکي او غیر انساني و

10 Sep 2019 - 14:14
10 Sep 2019 - 14:14

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): ډاکټر عبدالله عبدالله د شهيد اوونۍ نمانځلو په موخه د وسلو ګرځول او هوايي ډزې له قانونه سرغړونه بولي خو وايي چې د مسعود له پلويانو سره د ځانګړو پوليسو چلند غير مسلکي او غير انساني وو.

تېره ورځ په کابل ښار کې د احمدشاه مسعود د تلين نمانځلو پر مهال د هغه د لارې پلويانو د موټرو کاروانونه را ايستلي وو او هر لوری یې ډزې کولې.

د راپورونو له مخې چې د مسعود د پلویانو له خوا د کابل ښار د ترافیکو څلورلاره کې د کابل ګارنيزيون قوماندانۍ یو افسر بريدمل سيد محمد نور هم ووژل شو.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت ويلي چې تېره ورځ يې په کابل ښار کې ډېری هغه کسان چې وسلې ورسره وې او د شهيد له اوونې په ناوړه ګټه اخيستو يې هوايي ډزې کولې او عامه نظم يې ګډوډ کړی و، له وسلو او موټرو سره نيولي دي.

د دغه وزارت په ابلاغیه کې راغلي چې یاد کسان د کابل ښاريانو ته د تکلیف او ځورونې لامل شوي وو.

خو اجرائیه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن يې په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې وويل: "هغه هوايي ډزې چې د خلکو د تشويش لامل کېږي او ځاني خطر لري، جواز نه لري، خو له هغو ځوانانو سره چې په پاکو احساساتو يې غوښتل دغه ورځ ونمانځي، د امنيتي ځواکونو چلند غير مسلکي او غير انساني و او بايد دې کړنو ته د پای ټکی کېښودل شي."

دی زياتوي، د يادو کسانو د مخنيوی سمه لار دا نه وه، ټولو ته د "اوباشانو" خطاب کوي، د هغو کسان حيثيت له منځ وړي چې دغه ډول کلمې کاروي.

ډاکټر عبدالله وايي، داسې کړنې د دوی د انزجار لامل کېږي او د امنيتي ځواکونو له مشرانو غواړي چې مسلکي او انسان دوستانه چلند وکړي او له پوليسو سياسي ګټه وانه خلي.

اجرائی رییس وویل چې دی د سولې په تړاو روښانه دريځ لري او غواړي په هېواد کې تلپاتې او باعزته سوله رامنځته شي.

هغه همدارنګه د امام حسين (رض) کړنې وستايلې او ويې ويل چې امام حسين (رض) د ظلم پر وړاندې ولاړ و او له حق څخه يې دفاع وکړه.

دی وايي: "په ټوله نړۍ کې نن سلګونه خلک عزاداري کوي او د امام حسين (رض) د کارنامو قدرداني کوي؛ ځکه چې هغوی د حق په سنګر کې وو؛ نن د افغانستان د خلکو د يووالي ورځ ده، نن د شيعه او سني د يووالي ورځ ده."

خو د ولسمشر سلاکار شاه حسين مرتضوي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي: "د ملي يووالي حکومت له اجرائیه مشر نه مو دا انتظار نه درلود چي د اتلو او سرښندونکو پوليسو پر کړنو نيوکې وکړي، ملي پوليس په رضاکارانه ډول فعاليت کوي؛ زرګونه تنه شهيدان او زخميان شوي او کورنۍ يې په افغانستان کې دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version