کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۹۸) : دامریکا ولسمشر ډونالډ منلې ده، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه د ډیورنډ کرښې په اوږودو کې وژل شوی دی.
تر دې څو میاشتې امریکایي استخباراتو د حمزه بن لادن دوژل کیدو خبر ورکړی و، چې د مهمو چارواکو لخوا نه و تایید شوی.
اوس امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حمزه بن لادن دوژل کیدو تایید کړی دی.
په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې داسامه بن لادن زوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دامریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
خو سرچینې د هغه د وژل کیدو کره نیټه او ځای نه دی په ډاګه کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حمزه بن لادن وژل کیدو سره د القاعده وسله والو ډلې فعالیتونه کمزوري شوي دي.
تر دې مخکې امریکا حمزه بن لادن نړیوال ترهګر او دهغه پر سر یې د یو میلیون ډالرو انعام اعلان کړی و.
د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د ځانګړو امریکایي ځواکونو لخوا وژل شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن