فراه (پژواك، ٢٥ وږی٩٨): د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د مرکز په څنډو کې په دو جلا پېښو کې پنځه ملکي وګړي او ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د یاد خبر د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل، په تېرو دوو شپو کې د فراه د اناردرې ولسوالۍ په مرکز کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک په ملاتړ د افغان امنیتي ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې ۳۵ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د محب په خبره، په یادو عملیاتو کې د اناردرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال سید عظیم په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي چې د ډېرو جسدونه په سیمه کې پاتې وو او د شپې له خوا طالبانو انتقال کړي دي.
د اناردرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالناصر هم په یاده ولسوالۍ کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو پخلی وکړ خو شمېر یې مشخص نه کړ او ویې ویل، جګړه اوس هم روانه ده.
د یو بل خبر له مخې، تېر ماښام په فراه ښار کې د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودنه شوې ده.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند د دغه خبر د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل، تېره ورځ د فراه ښار له کاریز شیخان کلي د دغه ولایت مرکز ته د ملکي وګړو پر روان موټر ماین چاودنه شوې چې له امله یې د یوې ښځې او ماشانو په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.
محب د یادې پېښې عاملين وسله وال طالبان بولي؛ ځکه د ده په خبره یاده سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم پر یاد سړک د امنیتي سرتېرو پر روان کاروان طالبان برید کړی و.
د یادونې ده، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د فراه په اناردرې ولسوالۍ کې مېشت امنیتي سرتېري د طالبانو له خوا سخت کلابند وو او سیمې ته د تازه دمو سرتېرو له رسېدو وروسته کلابندي ماته شوه او له یادو دوو ورځو راهیسې امنیتي سرتېري هوايي او ځمکني عملیات کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن