ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو

16 Sep 2019 - 18:50
16 Sep 2019 - 18:50

کندهار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸): د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت په کندهار ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکېټ تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د دغه مارکېټ د پرانیستلو په مراسمو کې د کندهار چارواکو، ښځینه او نارینه سوداګرو او مېرمنو ګډون کړی وو.

د دغه مارکېټ ودانۍ د کندهار ښار په عینو مېنه کې د یو میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې او د شاوخوا ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په پانګونه ۳۷ بېلابېل دوکانونه په کې پرانیستل شوي دي.

د کندهار د ښځو چارو رییسې مېرمن رقیې اڅکزۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه سوداګريز مارکېټ کې د ښځو د لاسي توکو د تولید او پلور اسانتیاوې په پام کې نيول شوې دي.

هغې دغه مارکېټ د کندهاريو مېرمنو د اقتصادی پياوړتیا لپاره ګټور ګام وګاڼه او ویې ویل په دې وسیله د مېرمنو لاسي تولیدات او صنایع تر کورنیو او بهرنیو مارکېټونو رسول کېدای شي.

د دې په وینا، د مېرمنو په دغه سوداګريز مارکېټ کې د لاسي توکو، خياطۍ، ګاڼو او  سنګارتون ترڅنګ د رستورانټ او عصري زده کړو لپاره هم اسانتیاوې شته.

د کندهار سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا هم دا د هغو مېرمنو لپاره غوره فرصت يادوي چې د ځانګړي ادرس د نشتوالي له امله یې د خپلو توليداتو لپاره وړاندې پانګونه نه شوای کولی.

هغه وویل، اوس مېرمنو د خپلو لاسي توکو او تولیداتو د پلور لپاره مستقل ادرس وموند.

کندهارۍ مېرمنې هم د ددغه مارکېټ په پرانیستل کېدو خوشحاله دي او وايي، په دې توګه به وکولی شي خپلو لاسي توکو ته ښه بازار ومومي.

د زهرا په نوم مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، پخوا د مېرمنو لپاره د ځانګړي مارکېټ د نشتوالي له امله د دوی د لاسي توکو ډېره ګټه نارینه وو تر لاسه کوله، خو اوس به دغه ګټه دوی تر لاسه کوي.

خو دا وايي یوازې همدا یو مارکېټ بسنه نه کوي، باید نور هم جوړ شي.

د یادونې ده چې په کندهار ښار کې د ښځو دغه ځانګړی مارکېټ د نړيوالې تولنې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتیا پروګرام په مرسته جوړ شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version