کابل (پژواک،۲۹ وږى ۹۸): امريکا د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په ناکامۍ تورن کړ او ټاکل شوې وه ١٦٠ميليون ډالره مرسته چې د بنسټيزو پروژو په برخه کې يې ولګوي له ورکړې يې ډډه کړې ده .
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له خولې ويل شوي، هېواد يې هيله لري چې مرسته شوې پيسې يې د افغانستان د ټولو وګړو لپاره ولګول شي، خو د فساد د موجوديت او د ناوړه مالي مديريت له امله امريکا د سل ميليون ډالرو له ورکړې ډډه کړې او هغه پيسې بېرته د امريکا خزانې ته لېږي.
د امريکاد بهرنيو چارو وزير ويلي چې ټاکل شوې وه دغه پيسې په افغانستان کې د برېښنا د يوې بنسټيزې پروژې په برخه کې ولګول شي.
پمپيو ويلي چې ټاکل شوې وه په دغو پيسو د برېښنا پنځه سب اسټیشنونه جوړ او په وسيله يې د غزني- کندهار او کجکي – کندهار برېښنا تامين شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغانستان ملي تدارکاتو ادارې کې د پرېکړو په روڼتيا هم اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د روڼتيا نشتون او د مالي سرچينو په مديريت کې د حساب ورکولو په برخه کې د ناکاميو له امله يې ٦٠ميليونه ډالر چې د مرستې په توګه په نظر کې نيول شوي و، ورکړه يې ځنډولې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:(( د افغانستان حکومت بايد ثابته کړي چې له فساد سره د مبارزې او خلکو ته د خدمت په برخه کې واضح ژمنه لري، خو چې کله د افغانستان رهبران دغه معيارونه پوره نه کړي ، نو بايد حساب ورکړي.))
دغه راز سرچينې ويلي چې ددغه کال ترپايه پورې به له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې له ګډې ادارې (ميک) سره هم خپلې مرستې وځنډوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن