ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​ په ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونو ځینې هېوادوال او ټاکنیز ټېمونه اندېښمن کړي

29 Sep 2019 - 18:26
29 Sep 2019 - 18:26

 کابل( پژواک، ٧ تله ۹۸): ځینو هېوادوالو او ټاکنیزو ټېمونو؛ د راون کال د تلې د شپږمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو د موجودیت امله اندېښنه ښودلې.

 ولسمشریزې ټاکنې چې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره  په کې ۱۳ نوماندانو سیالي وکړه د تلې په شپږمه ترسره شوې، تراوسه نه یوازې د ټاکنو پایلې نه دي اعلان شوې، بلکې په دغه بهیر کې د ګډون کوونکو کره شمېر هم نه دی ښودل شوی.

 خو ټاکنو کمېسیون د تېرې شنبې پر ماښان اعلان وکړ چې د رایې ورکولو له ۵۰ سلنه په ډېرو مرکزونو کې له یو ميلیون زیاتو کسانو رایې کارولې دي.

د پژواک خبري اژانس موندنې

 د پژواک خبري اژانس خبریالانو چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د رایې ورکولو د بهیر په تړوا راپورونه ورکول، په دغه ملي بهیر کې له تخنیکي ستونزو سربېره زیاتې درغلۍ او سرغړونې لیدلې دي.

ډېرو کسانو پژواک ته ویلي چې د رایې ورکولو په نوملړ کې د رایې ورکوونکو د نوم نه شتون، د رایې ورکوونکو د نومونو حذف او د بایومټریک ماشینونو غیرفعالېدل، د یاد بهیر عمده تخنیکې ستونزې ګڼل کېږي.

 خو یو شمېر نور رایې ورکوونکي د ځينو درغلیو لکه (د رایې ورکوونکو د ګوتو نه رنګول، د غیر مسوولو کسانو له خوا د بایومټریک ماشینونو غیر فعالېدل، د بل کس پر ځای د رایې ورکول) شاهدان وو.

 د کابل ښار د ۱۷ ناحیې د نسوان امېد د رایې ورکولو په مرکز کې د عبدالوحيد په نوم یو کس پژواک ته وویل، د رایې ورکولو په بهیر کې یې ځينې درغلۍ لیدلې او له دې امله ډېر خپه دی.

 هغه زیاته کړه: «ما په همدې مرکز کې دوه تنه ولیدل چې مرکز ته دننه شول او ويې ویل، موږ د ټاکنو کمېسیون استازي یو او بایومټریک ماشینونه چک کوو، کله یې چې بایومټریک ماشین واخیست، خراب یې کړ او ژر له مرکز نه ووتل؛ خو کله چې د سایټ کارکونکي پوه شول چې بایومټریک ماشین یې خراب کړ، خلک په تېزۍ سره په یادو دوو کسانو پسې لاړل، ویې نیول او پولیسو ته یې وسپارل.»

نوموړي وویل، په دغه مرکز کې د بایومټریک دوو ماشینونو تر پایه کار نه کاوه، چې له همدې امله ډېر شمېر خلک د رایې ورکولو له حقه بې برخې شول.

 په هرات ښار کې یوه رایه ورکوونکي محمد ناصر پژواک خبري اژانس ته وویل: «ما ولیدل چې د کمېسیون څو کارکوونکو رایې ورکړې خو په ګوتو یې رنګ نه واهه.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version