کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د هېواد د ٢٩ ولايتونو په ٣٧٣٦ مرکزونو کې تر دوه ميليونه ډېرې رايې کارول شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر مولانا محمد عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د رايې کولو له ټولو ۴۵۲۲ مرکزونو د ۳۷۳۶ مرکزونو رايې کمېسيون ته رسېدلې دي.
ده دې ته په اشاره چې د ٧٨٦ مرکزونو رايې کمېسيون ته د رسېدو په حال کې دي، په ٢٩ ولايتونو کې دوه ميليونه ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايې استعمال کړې دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې دوه ورځې مخکې د تلې په ٦مه ترسره شوې او خلکو ١٣ نوماندانو ته رايه ورکړه.
په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسيون په هېواد کې ۵۳۷۳ د رايې ورکولو مرکزونه مشخص کړي وو چې د امنيتي ګواښونو له امله ٦١٧ يې تړلي پاتې شول.
د کمېسيون مسوولين وايي چې ټاکل شوې نن (د تلې ٨مه) د ټولو رايو ورکوونکو شمېر اعلان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن