ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ٣٧٣٦ مرکزونو کې تر دوه ميليونه ډېرې رايې کارول شوې دي

30 Sep 2019 - 11:44
30 Sep 2019 - 11:44

 

کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د هېواد د ٢٩ ولايتونو په ٣٧٣٦ مرکزونو کې تر دوه ميليونه ډېرې رايې کارول شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنر مولانا محمد عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د رايې کولو له ټولو  ۴۵۲۲ مرکزونو د ۳۷۳۶ مرکزونو رايې کمېسيون ته رسېدلې دي.

ده دې ته په اشاره چې د ٧٨٦ مرکزونو رايې کمېسيون ته د رسېدو په حال کې دي، په ٢٩ ولايتونو کې دوه ميليونه ١٩٦زره او ٤٦٣ کسانو رايې استعمال کړې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنې دوه ورځې مخکې د تلې په ٦مه ترسره شوې او خلکو ١٣ نوماندانو ته رايه ورکړه.

په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسيون په هېواد کې  ۵۳۷۳ د رايې ورکولو مرکزونه مشخص کړي وو چې د امنيتي ګواښونو له امله ٦١٧ يې تړلي پاتې شول.

د کمېسيون مسوولين وايي چې ټاکل شوې نن (د تلې ٨مه) د ټولو رايو ورکوونکو شمېر اعلان شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version