کابل (پژواک، ۸ تله ۹۸): د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله په داسې حال کې وایي رایې یې ډېرې دي او ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي چې د ټاکنو کمېسیون وایي هېڅ نوماند حق نه لري چې خپله بریا اعلان کړي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې تېره شنبې (د تلې په شپږمه) تر سره شوې او تر اوسه یې لومړنۍ پایلې هم نه دي اعلان شوي.
ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله نن کابل کې خبریالانو ته وویل:"کوم معلومات چې موږ ته له ولایتونو را رسېدلي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټېم رایې لوړې دي. ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي، زموږ ټیم ګټوونکی دی."
دا په داسې حال کی ده چی تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په دې ټاکنو کې د دوی ټیم "دولت جوړونکی" "له ۶۰ تر ۷۰ سلنه رایې ګټلې دي."
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ نن د عبدالله تر څرګندونو وروسته وویل: "هېڅ کاندید حق نه لري چې خپله بریا اعلان کړي. ځکه د قانون په بنسټ دا په خپله د کمېسیون واک دی چې د ټاکنو ټولې پایلې پروسس کوي او د ټاکنو د قانون په اساس د لومړنیو پایلو اعلان د کمېسیون حق دی."
د ننګ په خبره، لومړی د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استوي او د هغه کمېسیون تر ارزونو وروسته یی د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلانوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې په ۲۷ مه اعلان شي.
ډاکټر عبدالله په نننی ناسته کې وویل، هغه رایې ورته د منلو نه دي، چې د بایومټریک له سیسټم بهر کارول شوې دي.
عبدالله دعوه کوي چې په یو شمېر ولایتونو کې ځینو دولتي چارواکو په ټاکنو کې لاسوهنه کړې او دغه چارواکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن