ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: د اجرائيه رياست د نيولو لپاره ملت واټونو ته د راوتلو زغم نه لري

30 Sep 2019 - 18:18
30 Sep 2019 - 18:18

کابل (پژواک، ٨ تله ٩٨): د جمعيت اسلامي ګوند اجراييوي مشر عطامحمد نور د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله وروستيو څرګندونو ته په اشارې سره ويلي چې نوموړى دې پنځه کاله وروسته يو ځل بيا د ولسمشرۍ لپاره خپل بخت و ازمايي.

دوه ورځې مخکې (د تلې ٦مه) د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله په ګډون په کې ١٣ تنو له يو بل سره سيالۍ وکړې او ټاکل شوې چې لومړنۍ پايلې يې د تلې مياشتې په ٢٧مه اعلان شي.

خو عبدالله نن تر ماسپښين وروسته په خبري ناسته کې وويل: "کوم معلومات چې موږ ته له ولایتونو را رسېدلي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټيم رایې لوړې دي. ټاکنې دوهم پړاو ته نه ځي، زموږ ټیم ګټونکی دی."

همدا نن مازيګر مهال د جمعيت اسلامي اجراييوي رئيس عطامحمد نور بيا په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي: "پوهېږم، د ماتې زغمل ډېر سخت دى، په تېره څلوېښت کلنه مبارزه کې زه هم څو ځله له ماتې سره مخامخ شوى يم. له ډېره غمه د رنګ او څېرې په بدلېدو سره وايي: موږ بريالي يو. عجب!"

ده زياته کړې: "لطفاً، د څلورم ځل لپاره پنځه کاله وروسته ټاکنو ته چمتووالى ونيسه او خپل بخت وازمايه. د اجرائيه رياست د نيولو لپاره، نور ملت واټونو ته د راوتلو حوصله نه لري."

ډاکټر عبدالله په داسې حال کې پورتنۍ څرګندونې کړي چې تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح بيا ادعا کړې وه چې په دې ټاکنو کې د دوی ټیم "دولت جوړونکي" له ۶۰ تر ۷۰ سلنه رایې ګټلې دي.

بايد وويل شي چې دوه ورځې مخکې هم عطامحمد نور ويلي و: "لومړنۍ پایلې په لومړي پړاو کې د یوه نوماند بریا ښیي او دويم پړاو ته د تلو اړتیا به نه وي. هغه کسان چې د بحران په لټه له پیله د پایلو نه منلو او څلور لارو ته د خلکو را ايستلو نظر له ځان سره لري څو اجرائیه ریاست ته ورسیږي، لطفاً دا نظریه مو له سر څخه لرې کړئ. دا ځل به اجرائیه ریاست نه وي. افغانستان په یوه ځانګړي پړاو کې قرار لري، هېواد او خلک د ناورین زغم نه لري."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version