پل علم (پژواک، ١٥ تله ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په څرخ ولسوالۍ کې د ملي امنيت يو مدير له تښتولو وروسته وژلى او په يوه بله پېښه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د څرخ ولسوال خليل الله کمال د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د ملي امنيت رياست يو مدير محمد اسلم تښتولى و.
هغه وايي چې بېګا طالبانو محمد اسلم وژلى او سهار يې مړى خلکو د خروار کوتل په سيمه کې پيدا کړى دى.
دغه راز د لوګر د مرکز کلنګار سيمې اوسېدونکي مجيب الله چې د وژل شوي کس خپلوان دى، پژواک ته وويل چې دوه مياشتې وړاندې طالبانو مدير اسلم له کوره په زور بيولى و.
ده وويل: ((مدير اسلم يې څرخ ته وړى و، هلته له طالبانو سره بندي و، خو بېګا يې وژلى دى.))
همدارنګه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم د محمد اسلم وژل کېدل تاييد کړل خو زياته کړه چې نوموړى د ملي امنيت پخوانى کار کوونکى و.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا وياند شکيل احمد تسل پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د مرکز اړوند د کمالخېلو په سيمه کې پر وسله والو طالبانو بمبار کړى.
هغه وايي چې په دې پېښه کې اته طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
همدارنګه د سيمې اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وويل: ((بېګا دلته هوايي بريد شوى او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))
بل لور ته د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن