ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د ټاکنو له بهیره د څار پلاوی ټاکي

7 Oct 2019 - 17:34
7 Oct 2019 - 17:34

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۹۸): ولسي جرګې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پاکو او ناپاکو رایو د بېلولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په یاده برخه، په ځانګړې توګه د رایو شمېرنې په بهیر کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د فعالیتونو د څار لپاره پلاوی ټاکي.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. ټاکل شوې ده د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغلۍ او سرغړونو د شتون ادعاوې کېږي چې له امله یې د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل، افغان حکومت د داسې سیستم پر رامنځته کولو نه دی توانېدلی چې له مخې یې رڼې ټاکنې ترسره شي او پایلې یې ټولو ته د منلو وړ وي.

دی وايي، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې پراخ فساد شوی او د دې ټاکنو د رایې ورکوونکو په شمېر کې هم مبالغه شوې ده.

د ده په خبره، شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰زره کسانو د تلې د شپږمې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کړی دی.

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې ۲.۶ میلیونه کسانو ګډون کړی دی.

الله ګل مجاهد د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، یوازې بایومټریک رایې باید حساب شي.

په یاده جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي وویل، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي باید ثابته کړي چې بې طرفه دي او نه غواړي ټاکنې په هېواد کې د بحران لامل شي.

هغه له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل چې یوازي بایومټریک رایو ته باور ورکړي او پرې نه ږدي چې دغه بهیر بحراني شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون هم تېره اوونۍ اعلان وکړ چې یوازې بایومټریک رایو ته باور ورکول کېږي خو د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ټینګار کړی چې غیر بایومټریک رایې دې هم حساب شي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل: ((د قانون د حاکمیت لپاره له ناقانونه لارو استفاده نه شو کولای، اوس د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده دا ده چې مسوولانه، صادقانه او دغه راز پرته له دې چې د فشار، زورواکۍ او ... تر اغېز لاندې راشي، یوازې پاکې او بایومټریک رایې وشمېري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version