ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د دارالمعلمين پخوانی مشر پر پنځه کاله بند محکوم شو

8 Oct 2019 - 16:40
8 Oct 2019 - 16:40

ګردېز (پژواک، ١٦ تله ۹۸): د پکتيا د دارالمعلمين پخوانی مشر د لومړۍ محکمې له خوا د يوې علني محاکمې په ترڅ کې د مالي فساد او له دندې د ناوړه استفادې په تور پر پنځه کاله بند محکوم شو.

عطامحمد قانع شاوخوا درې کاله وړاندې د پکتيا دارالمعلمين مشر و چې يادې ادارې ته د نږدې پنځه ميليونه افغانيو دفتري توکو او فرنېچر په پېرلو کې پر مالي فساد او همدارنګه له خپلې دندې پر ناوړه استفادې تورن دی.

نوموړی هغه مهال د پکتيا د والي شميم خان کټوازي د دندې د پيل په لومړيو ورځو کې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی و، خو له هغه وروسته څه موده د خوست ولايت د کوچيانو چارو رييس او اوسمهال په پلازمېنه کابل کې د کوچيانو چارو د تنظيم عمومي رياست مطبوعاتي مسوول و.

د دوسيې موظف څارنوال وويل چې عطامحمد قانع له خپلې دندې پر ناوړه استفادې ځيني اداري اسناد تغيیر او تبديل کړي دي.

ده زياته کړه چې قانع دارالمعلمين ته د څلور ميليونه او نهه سوه زرو افغانيو په ارزښت د بېلابېلو توکو په پېرلو کې مالي فساد هم کړی دی.

څارنوال زياته کړه: ((دا د دولت مال و چې ده ضايع کړی دی، ده له خپل صلاحيته ناوړه استفاده کړې، هيئت د دې مسووليت لري چې په خريدارۍ کې و اوسي، خو ده خريداري د هيئت له خبرېدو پرته کړې او بل دا چې موټر ته يې له کابله، ګردېز ته د موادو د انتقال لپاره په پروپوزل کې له يادو پيسو شاوخوا درې لکه افغانۍ زياتې ورکړې دي.))

که څه هم قانع وايي چې د توکو پېرلو پر مهال يې په هيئت کې شامل کسان خبر کړي، خو له نوموړي سره د خريدارۍ په هيئت کې شامل د ولايتي شورا دوه پخواني غړي او د فيض محمد په نوم بل کس وايي، په ګردېز کې په شاوخوا دوه نيم ميليونه افغانيو د خريدارۍ په اړه نه دي خبر شوي.

د دوی له ډلې فيض محمد پژواک ته وويل: ((د کابل په خريداري کې زه وم او امضا مې هم کړې، خو په ګردېز کې د شاوخوا دوه ويشت لکه افغانيو په خريدارۍ، له کابل څخه د کرايې او د برق کېبل د پيسو په مسئله کې نه زه وم او نه مې امضا کړې ده.))

خو عطامحمد قانع پرې لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د يادې ادارې لپاره توکي يې د ټاکل شوي هيئت په شتون کې پېرلي دي.

قانع وايي، د ځينو توکو د بيو لوړوالي له امله يې د څه کم درې ميليونه افغانيو خريداري په پلازمېنه او پاتې هغه په ګردېز کې کړې ده.

ده زياته کړه: ((پيسې د کمې خريدارۍ لپاره په ۲۲ او د لويې خريدارۍ لپاره په ۲۵ کوډ کې حواله شوې وې، کوډ نه دی بدل شوی، يوازې پروپوزل د ځينو ضرورتونو له امله تغيير شوی دی. په ګردېز کې د خريدارۍ لپاره زما اداري مدير، وکيل الامير او د هيئت درې نورو کسانو ته ټيلېفون کړی و، خو هغوی ځواب نه و ويلی او نه وو راغلي.))

د دې محکمې په پاى کې د ګردېز ښاري محکمې رييس مجيب الرحمن مزمل د عطامحمد قانع او د هغه د وکيل دلايل د قناعت وړ ونه بلل او نوموړی يې له خپلې دندې د ناوړه استفادې او مالي فساد په تور پر پنځه کاله بند محکوم کړ، په دوسيه کې شامل دوه کسان يې سل سل زره افغانۍ جريمه او څلورم کس ته برائت ورکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version