ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ګمرک عوايد لوړ شوي خو سوداګر د ګمرکي تعرفو له لوړېدو شکايت کوي

13 Oct 2019 - 16:02
13 Oct 2019 - 16:02

جلال اباد (پژواک، ۲۱ تله ۹۸): د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي، د تورخم دروازې د ٢٤ ساعته فعاليت له پيلېدو سره يې عوايد په ورځ کې درې ميليونه افغانۍ لوړ شوي دي.

دوی وايي، کارکوونکي يې د ٢٤ ساعته فعاليت لپاره چمتو دي او له کوم ځنډ او ستونزې پرته بار وړونکي موټر پر تورخم تګ راتګ کوي.

خو سوداګر وايي، په تورخم کې د عوايدو لوړېدل د ٢٤ ساعته فعاليت نتيجه نه ده، بلکې د ګمرکي تعرفو (ټکس) لوړېدو پايله ده.

دوی وايي، د ګمرک تعرفې سل سلنه شوې چې په تورخم کې د سوداګرۍ کچه ورسره ټيټه شوې او ډېر سوداګر خپل مالونه د نورو دروازو له لارې را انتقالوي.

د ننګرهار ګمرک رييس احمد نويد بشريار د تلې په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، په تورخم دروازه کې د ٢٤ ساعته فعاليت له پيله د دوی عوايد تر پخوا څو چنده زيات شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په منځني ډول هره ورځ د دوی په عوايدو کې درې ميليونه ډېروالی راغلی دی.

دی زياتوي: ((زه چې له کومې ورځې راغلی يم، د کارونو د ښه والي لپاره مو وزارت ته څو وړانديزونه کړي، يو سکنر مو غوښتی چې په دې سره به هم زموږ کارونه چټک شي او هم به شفافيت رامنځته کړي.))

نوموړي د پاکستاني رسنيو هغه راپورونه هم ردوي چې ګواکې په تورخم بندر کې د افغان ګمرک کار کوونکي د ٢٤ ساعته فعاليت وړتيا نه لري او دغه چاره يې ځنډولې ده.

خو سوداګر وايي، د ٢٤ ساعته فعاليت له پيله د تورخم بندر له لارې د سوداګرۍ کچه کمه شوې او دا چې عوايد لوړ شوي، علت يې د ګمرکي تعرفو لوړوالی دی.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ګل مراد عرب پژواک اژانس ته وويل، اوس ګڼ سوداګر خپل مالونه د نورو بندرونو له لارې را انتقالوي؛ ځکه د تورخم په پرتله د نورو بندرونو ګمرکي محصول کم دی.

هغه زياته کړه: ((موږ قانون منو خو غوښتنه مو دا ده چې قانون يو شان پلی شي، داسې نه چې تورخم بندر کې محصول سل سلنه وي او نورو کې لس او شل سلنه. قانون بايد د ټولو لپاره يو شان وي.))

د سوداګرو له ډلې عزيزالرحمن عرب نيوکه کوي چې دلته قانون له سوداګرو سره له مشورو پرته جوړېږي او له بهرنيو هېوادونو څخه په الهام رامنځته کېږي چې دلته يې د ګټې پر ځای زيان ډېر وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version