ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب او پروان کې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

17 Oct 2019 - 20:24
17 Oct 2019 - 20:24

چاریکارـ میمنه (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): د فاریاب  امنیتي سرچینې ادعای کوي چې په تصفیوي عملیاتو کې یې لس کلي له طالبانو پاک کړي او ۲۱ طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې؛ خو طالبان ددغې ادعا د رد ترڅنګ وایي چې ٢٣امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

 د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د۶۰۷ شاهین تر نامه لاندې یې د امنیتي ځواکونو په همغږۍ په څلورو ولسواليو اندخوی، قرمقول، قرغان او خانچار باغ  کې  عملیات پیل کړل.

 هغه زیاته کړه چې ددغو عملیاتو په ترڅ کې د اندخوی او قرمقول ولسوالیو تر منځ  لار چې شاوخوا ۲۰ کیلومتره ساحه او ۱۰ لوی او کوچیني کلي لري؛ د طالبانو له موجوديته پاکه شوه.

هغه وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور سخت ټپیان دي.

 نوموړي وويل چې په دې  جګړه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

 د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبر پاڼې په خپرولو د یورش دغه خبرې رد او وایي چې په دهیکچي خانه سیمه کې یې د حکومتي ځواکونو برید په شا تمبولی، ددې ځواکو یو ټانک له منځه تللی او اته کومانډو  پولیس او اربکیان یې وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي، خو طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

خو په اندخوی کې د طالبانو یوه مهم قوماندان وویل چې په جګړه کې دوه طالبان ټپیان شوي.

په همدې حال کې یوې باوري دولتي سرچینې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وویل، ګډ ځواکونه د طالبانو د ډېر فشار له امله له نيول شويو سيمو بېرته په شا شوي چې دوه سرتېري وژل شوي، ۸ ټپیان او یو ټانک يې سوځېدلی.

 همدارنګه د یوبل خبر له مخې، د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې یوه ناپېژانده وسله وال  دوه ملي پوليس پر ډزو وژلي دي .

 د پروان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد محفوظ ولیزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون ماښام شاوخوا ۶:۴۰ دقیقې یوه ناپېژاند کس چې پر موټرسایکل سپور و په چاریکار ښار کې د یوې پوستې دوه سرتېري پر ډزو وژلي.

هغه وایي چې وسله وال کس د پېښې له ځایه تښتېدلی خو د نیولو لپاره یې د قوماندانۍ له خوا هڅې پیل شوې دي.

د پروان روغتون رییس عبدالقاسم سنګین وایي، تېره شپه د دوو پولیسو جسدونه  روغتون ته ور وړل شوي چې تر طبي کتنې وروسته يې کورنيو ته سپارل شوي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version