کابل (پژواک، ۲۵ تله ۹۸): پولیس وایي چې په کابل ښار کې په دوو جلا پېښو کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د ۱۰۱ اسمایي زون قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر مهال د مالیې وزارت یو کارکوونکی ذبِح الله زینت د کابل د پغمان ولسوالُ د ارغندۍ اړوند سیمه کې د ناپېژانده کسانو له خوا په خپل موټر کې سوځول شوی دی.
هغه وایي چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نیول شوي نه دي خو زیاتوي چې دا قضیه ترهګریزه نه ده.
د مالیې وزارت یوې سرچینې چې په راپور کې یې د نوم له ښودو ډډه وکړه، وویل، ذبيح الله د دغه وزارت د بودجې ریاست سکرتر و چې تېره ورځ خپل کور ته د تلو پر مهال ناپېژانده کسانو په هغه پسې د موټر دروازې تړلې او موټر ته یې اور ورکړی دی.
د هغه په خبره چې ذبيح الله په خپل موټر کې مړ شوی دی.
دغه راز د یو بل خبر له مخې، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د چسپکي ماین چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند په دې اړه وویل چې تېر ماښام د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په سینما پامیر ساحه کې د یوه چسپکي ماین چاودنې په پایله کې پنځه کسان ټپیان شوي.
هغه وویل چې دغه چاودنه د ملي امنیت کارکوونکو پر رینجر موټر شوې ده.
خو هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن