کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٨): ولسمشر غني وايي، د پوهنې برنامو اساس باید شاګرد محور وي او د پوهنې سرچینې او امکانات دې په ټولو ولایتونو کې په متوازن ډول مصرف شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هیواد د پوهنې وضعیت د ارزونې په اړه د غونډو په دوام، نن غرمه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه کې د پوهنې اصلاحي او انکشافي پلان وارزول شو.
سرچينه زياتوي، دغه غونډه چې په ارګ کې ترسره شوه، د پوهنې وزارت مسوولینو د هیواد د پوهنې اصلاحي او انکشافي پلان جمهور رئیس سره شریک کړ.
جمهور رئیس غني د یاد پلان تر مطالعې او د راپور تر اورېدو وروسته هغوی ته وویل، د پوهنې په برخه کې پر اصلاحاتو او د پوهنې پر اصلاحي او انکشافي پلان دې زیات کار وشي.
هغه زیاته کړه، د پوهنې برنامو اساس او په هغه کې بنسټیز اصلاحات باید شاګرد محور وي او د پوهنې سرچینې او امکانات باید په ټولو ولایتونو کې په متوازن ډول مصرف شي.
نوموړي د پوهنې د کیفیت ټیټوالی، د ښوونځیو په مدیریت کې ستونزې، د سرچینو کموالی، پر وخت ښوونکو ته د معاشونو نه ورکول، اداري بیروکراسي، د ښوونځیو او ښوونکو نه ثبت او د کتابونو د وېش ستونزه په پوهنه کې موجود خنډونه وبلل.
ده وویل، په پوهنه کې له ټکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې دې لا زیاته پانګونه وشي او زیاته یې کړه، د پوهنې سرچینو په وېش کې عدالت او د هیواد په مختلفو برخو کې پر ښوونځیو پانګونه هم باید په پام کې ونیول شي.
اشرف غني د ښوونکو د ظرفیت په لوړولو پر پانګونې په ټینګار کولو سره وویل، په پوهنه کې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره دې ملي اجماع جوړه شي، په پوهنه کې د هغو سیاسي مداخلو جدي مخنیوی دې وشي چې ملي یووالي ته زیان اړوي او پوهنه دې په یوه مؤثر او فعال بنسټ بدله شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن